تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان کورنیو چارو وزیر څرګندونې پاروونکې وبللې
د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله څرګندونې چې ويلي يې وو شونتيا شته چې په افغانستان کې دننه پاکستاني طالبان په نښه کړي "پاروونکې او بې اساسه" بللې دي.
د طالبانو د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون رد شوی او په وينا يې د "طالبانو مرکزونه په ياد هېواد [پاکستان] کې موجود دي."
اعلاميه کې راغلي د "پاکستاني چارواکو له خوا دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ښې اړيکې زيانمنوي او هر ډول ستونزه بايد د پوهاوي له لارې حل شي."
طالبانو په اعلاميه کې د خپل هېواد له "ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ" د دفاع ټټر وهلی او وايي "موږ د خپل هېواد د دفاع ښه تجربه لرو."
ښاغلي ثناالله له ایکسپریس ټریبېون سره په مرکه کې ويلي وو "د هغو کسانو پرضد په افغانستان کې ګام اخیستل کېدای شي، چې پر پاکستان بریدونه کوي."
د نوموړي په وینا، لومړی به یې افغانستان کې د طالبانو له حکومته د ورسپارلو غوښتنه وکړي، خو په ټکو یې که چېرې ور ونه سپارل شي، په نښه کولای یې شي.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم وايي چې په افغانستان او بل بهرني هېواد د برید مثبتې او منفي پایلې باید وسنجول شي.
پاکستان چارواکي وايي چې ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان په افغانستان کې دننه خوندي ځایونه لري او له ډیورڼد کرښې پاکستان ته د بریدونه لپاره ځي. ټي ټي پي بیا وايي چې دوی خپل بریدونه له پاکستانه دننه همغږي کوي.
افغان طالبان هم دغه ډول ادعاوې ناسمې بولي او ټینګار کوي چې "هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکارول شي."
دا وروستیو کې د پاکستاني پوځ د نوي مشر له خولې ویل شوي چې د پاکستان طالبانو پرضد عملیات ګړندي کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم منلې چې د دغه هېواد د ملي امنیت په کمېټه کې له پاکستاني طالبانو سره خبرې بې ګټې بلل شوې دي.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې هم د پاکستاني پوځ جېټ الوتکو د خوست او کونړ ولايتونو پر يو شمېر سيمو بمبارۍ کړې وې چې درنه مرګژوبله يې واړوله.
طالبانو هغه مهال ویلي چې په دواړو ولایتونو کې په دغو بریدونو کې نژدې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف پکې د ۲۰ ماشومانو وژل کېدل هم تایید کړل چې له ډلې یې ۱۵ نجونې او پنځه هلکان وو
د رپوټونو پر بنسټ د دغو بریدونو قربانیان تر ډېره له وزیرستانه خوست او کونړ ته کوچېدلي او هلته مېشت شوي خلک وو.
د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ څو ځلې اوربند او خبرې وشوې خو اوږدمهالې ونه پایېدې. د دواړو غاړو د ځینو خبرو منځګړتوب یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم کاوه.
پاکستاني طالبان د پاکستان له حکومت سره د خبرو لپاره ځینې ځانګړي شرایط لري چې اسلام اباد وايي پوره کولو ته یې غاړه نه شي کېښودی.
د سولې لپاره د پاکستاني طالبانو یو شرط دا دی د پاکستان حکومت دې د "قبایلو خپلواکي او ازاد حیثیت ومني او دارنګه دې له پښتونخوا پوځیان وباسي."
اوس چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې ناکامې شوې، پاکستاني طالبانو یو ځل بیا پر پاکستاني سرتیرو بریدونه ډېر کړې دي.