په افغانستان کې د ماشومان د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې

پوليو

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې ادارې یونېسف چارواکي وايي د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده.

ويل کېږي دا يو څلور کلن ماشوم دی چې پر دې وېرس اخته شوی دی.

په افغانستان کې د یونیسف لخوا د ماشومانو ګوزڼ ضد پروګرام د عامه اړیکو مشر کمال شاه سید بي بي سي ته وویل، په دريو اونیو کې د څلورو پېښو رامنځته کېدل ښيي چې ننګرهار ولایت کې د دې وېروس خپرېدل ډېر چټک دي.

ده وویل دا وېره او اندېښنه شته چې ښايي دا وېروس د افغانستان نورو سیمو ته خپور شي.

ښاغلی سید وايي یونیسف ننګرهار ته ځانګړی پام کړی او روان جون میاشت کې د ګوزڼ ضد واکسین ځانګړی پروګرام پام کې نیول شوی دی. خو دی وايي د دې لا علاجه ناروغۍ مخنیوی یوازې په واکسین او کمپاین نه کېږي بلکې د کورنیو او خلکو رول هم ډېر مهم دی چې د مخنیوي هڅې بریالۍ شي.

نوموړی وايي یوه لویه ستونزه دا ده چې ځینې کورنۍ خپل ماشومان د بېلابېلو لاملونو له کبله نه واکسینوي، نه واکسینول د ماشوم د بدن دفاعي وړتیا کموي او د ګوزڼ ښکار کېږي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي، روان کال (۲۰۱۹) کې د پولیو مثبتې پېښې د تېر کال پرتله کمې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان او پاکستان نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ پېښې په کې رامنځته کېږي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې په تېرو څو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته هم د ګوزڼ دوه پېښې رامنځته شوي وې. دوی ویلي دغو دوه پېښو د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې له ثبت شوې پېښې سره جنیټیکي تړاو درلود.

په تېرو کلونو کې افغان حکومت د ګوزڼ ضد واکسین پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ نا امني بلله. د بېلګې په توګه درې کاله وړاندې درې اعشاریه درې میلیونه ماشومانو چې ډېر یې په سویلي سیمو کې وو ، د نا امنۍ له امله له واکسینه پاتې شول.

په تېرو کلونو کې طالبانو د خپل نفوذ په سیمو کې د هغه مهال د چارواکو د وینا له مخې د پولیو کمپاین پر وړاندې خنډونه رامنځته کول او مخه یې نیوله. خو د ۲۰۲۱ کال لومړیو کې د طالبانو حکومت د ګوزڼ ضد کمپاین ملاتړ په ډاګه کړ.