ننګرهار: په تېرو دوو اونيو کې د پوليو درېيمه پېښه ثبت شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د پولیو تازه بله پېښه ثبت شوې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف هم بي بي سي ته د دغه خبر پخلی کړی دی.
دا په تېرو نژدې دوو اونیو کې درېیمه پېښه ده چې په دغه ولایت کې ثبتېږي. له دې وړاندې دوه مثبتې پېښې په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې رامخې ته شوې وې.
د رپوټونو له مخې په تازه قضیه کې دوه نیم کلن ماشوم په ګوزڼ اخته شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د مثبتو پېښو یو لامل دا دی چې په ننګرهار کې له وړاندې "په اوبو کې دغه وېروس موجود دی."
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د دې شونتیا هم شته چې ځینې وخت د ډېورنډ کرښې له بلې غاړې دا وېروس ننګرهار ته وړل شوی وي.
ګوزڼ عمومآ تر پنځو کلو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او درملنه یې ناشونې ده.
د دې ناروغۍ په هرو ۲۰۰ کې یوه پېښه د نه رغېدو وړ شلتوب (فلج) لامل ګرځي، او له دې ډلې له پنځو تر لس سلنې کسان له دې کبله مري چې تنفسي غړي یې له فعالیت لوېږي.

د عکس سرچینه، EPA
په ۱۹۸۸ کال د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او)، یونېسف، د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز، روتاري او دغه راز د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ په همکارۍ د ګوزڼ ضد واکسین نړیوال کمپاین پیل او په دې توګه د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې دا ناروغي لمنځه یوړل شوه.
روغتیا پالان وايي چې د دې وېروس د مخنیوي تر ټولو غوره لار ماشومانو ته د پولیو واکسین کول دي.
د افغانستان او پاکستان په هغو سیمو کې چې جګړې وې، ماشومانو ته پر خپل وخت دغه واکسین نه رسېدل د دې ستر لامل بلل کېږي چې په دغو سیمو کې لا هم د پولیو مثبتې پېښې ثبت شي.
د پاکستان او افغانستان ځینو سیمو کې د ګوزڼ واکسین په اړه ناسم پوهاوي او پر خلاف یې د منفي تبلیغاتو له کبله پر واکسیناتورانو مرګوني بریدونه شوي دي.










