د طالبانو مشر افغانستان کې د بنګو پر کښت او دولتي ‌ادارو کې د چارواکو د زامنو پر ګومارلو بندیز اعلان کړ

شاهدانه

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره افغانستان کې د "بنګو کښت په مطلق ډول" منع کړی دی.

په دغه فرمان کې راغلي چې په ټول هېواد کې "د بنګو د بوټو کښت په مطلق ډول بند دی او له دې وروسته هېڅوک نشي کولای چې پر خپلو ځمکو بنګ وکري" او که څوک پر خپلو ځمکو بنګ کري، نو کښت به يې له منځه وړل کيږي.

دا فرمان د طالبانو حکومت د چارو ادارې او د دوی د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خواله رسنیو پر پاڼو خپور شوی.

د طالبانو مشر په دغه فرمان کې د خپل حکومت د کورنيو چارو وزارت او نورو کشفي ادارو ته دا امر هم کړی چې "سرغړونکي محکمې ته وروپيژني او همدا راز محکمو ته امر شوی دی چې سرغړونکي له شرعي حکمونو سره سم مجازات کړي".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده چې د افغانستان جمهوري دولت هم د نشه يي‌ توکو کر کیله غیر قانوني اعلان کړې وه خو دغه توکي‌ بیا هم عملآ پر "سلګونه زره هکتاره" ځمکو کرل کېدل.

طالبانو له تېر کال راهیسې افغانستان کې د کوکنارو کر هم منع اعلان کړی خو تر اوسه یې مشخصآ د بنګ بوټي په اړه څه نه و ویلي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي‌توکو پر ضد د مبارزې ادارې د تېر کال نومبر یوه رپوټ کې ویلي چې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۰ سنله ډېر شوی او د محصولاتو عواید یې هم درې برابره شوي.

د طالبانو حکومت ادارو کې مسوولانو د ګومارل شویو زامنو د انفکاک حکم

طالبان

د طالبانو مشر په یوه جلا فرمان کې د خپل حکومت چارواکو ته ویلي، په خپلو دفترونو کې دې زامن له ځان سره نه ګوماري.‌

د طالبانو د مشر له لوري په دغه خپاره شوي‌ فرمان کې راغلي، "ټولو وزارتونو،‌ ریاستونو او د ادارو چارواکو ته امر شوی" چې د خپلوۍ پر بنسټ خلکو ته د "دندو له ورکولو ډډه وکړي."

د ښاغلی هبت الله په "شفاهي" فرمان کې دا هم ویل شوي‌،‌ هغو طالب چارواکو چې "په خپلو ادارو کې یې یو یا څو زامن مقرر کړي"،‌ له دې وروسته دې له دندو لېرې کړل شي‌ او پر ځای دې نور کسان وګوماري.‌

د طالبانو پر حکومت یوه نېوکه دا ده چې واک ته له رسېدو وروسته یې د افغانستان په ګڼو ادارو او آن په تخنیکي‌ بنسټونو د خپلې خوښې او خپلوۍ پر بنسټ کسان ګومارلي‌ دي.‌

ښايي یو دلیل همدا وي چې د طالبانو مشر د دې ګومارنو د مخنيوي لپاره را وړاندې شوی.‌ خو هبت الله اخونزاده په خپل فرمان کې له یوې کورنۍ د څو وزیرانو او چارواکو پر ګومارنۍ څه نه دي ویلي.‌

له یوې کورنۍ دوه وزیران

طالبان
د عکس تشریح، طالبان: ارشيف

ځینې داسې کورنۍ هم شته چې د طالبانو په حکومت کې له یوه کوره دوه وزیران او ځینې نور غړي یې مهمې څوکۍ لري.

‌د بېلګې په ډول د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر د کورنۍ دوه غړي د طالبانو په حکومت کې وزيران دي. د نوموړي زوی محمد يعقوب مجاهد د دفاع چارسمبالی او ورور يې عبدالمنان عمري د کار او ټولنيزو چارو وزير دی.

همدا ډول سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزیر،‌ د کورنۍ بل غړی یې، خلیل الرحمن حقانی د کډوالو چارو وزیر دی.‌ د ښاغلي حقاني د کورنۍ ځینې نور غړي هم په حکومت کې پراخه ونډه لري.

ځینې په دې باور دي‌ چې طالبان له لویه سره په خپلو ګومارنو کې هغه کسانو ته ځای ورکوي چې د جګړې پرمهال یې ملاتړ کړی وي او یا یې خواخوږي وي.

د جمهوریت د یوه چارواکي چې د خوندیتوب لپاره نه غواړي نوم یې واخیستل شي،‌ بي بي‌ سي‌ ته ویلي:

"د طالبانو په راتګ سره مو دندې ته دوام ورکړ خو د ټولو معیارونو پر خلاف، موږ مسلکي کسان یې له دندو ګوښه او پر ځای مو داسې څوک وګومارل شول چې د طالبانو په اصطلاح مجاهدین دي. دوی ملایان او غیر مسلکي کسان ګومارلي دي. یوازې زموږ ریاست کې نه بلکې د ټولو سکټوري ریاستونو په کلیدي بستونو کې ملایان وګومارل شول."

دی وايي، کله چې طالبان پوه شول د مسلکي کسانو په ګوښه کولو يې ادارې فلجېږي، نو ځکه یې د ده په ګډون ځینې کسان د سلاکارانو په توګه وګومارل، خو د ده په خبره، دې حالت هم ډېر دوام ونه کړ.

طالبان تل په خپلو خبرو کې بیا ادعا کوي چې "ښې حکومتولۍ ته ژمن دي" او آن ځینې وخت یې چارواکي له هغو افغان مسلکي کسانو د بېرته ورتګ غوښتنه کوي چې د جمهوریت له پر ځېدو وروسته له افغانستانه ووتل.

اوس د طالبانو د مشر نوی فرمان- که پلی شي،‌ ښايي لږ تر لږه د طالبانو په ادارو کې د چارواکو د زامنو ګومارنې مخنېوي کې مرسته وکړي.‌