محمد اشرف غني: "دا مهال له افغان ښځو سیاسي استفاده کېږي"

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې له افغان میرمنو سره خواخوږي شریکه کړې او د دوی پر وړاندې اوسنۍ تګلارې یې له دیني اړخه ننګولې دي.
ښاغلي غني نن د مارچ اتمې په مناسبت په یوه وینا کې ویلي "له بده مرغه نن له افغان ښځو د سیاسي ابزار په توګه استفاده کېږي."
د نوموړي په وینا، بهرنیان ټوله ورځ په دې غږېږي چې ښځو ته دې هغه حقونه ورکړل شي چې اسلام کې خوندي دي خو له بلې خوا نور په دې سرزوري کوي چې دا ستاسې کار نه دی.
هغه وویل، "هو دا د دوی کار نه دی خو د افغان ښځو وضعیت ته رسیدا د ټولو افغانانو کار دی او په وینا یې "له بده مرغه د دې لپاره چې نن د ښځو موضوع سیاسي شوې اصلي موضوع پاتې ده."
محمد اشرف غني په دې مناسبت له خپل فېسبوک پاڼې په پښتو او دري ژبه شاوخوا نیم ساعت غږیزه وینا خپره کړې.
ښاغلي غني ویلي "نن د افغانانو اسلامي حقوق سلب شوي، ښځه د ټولنې او کورنۍ غړې ده چې نن ترې ان د ژوند حق اخیستل شوی."
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې بېلابېلو دیني لارښوونو او اسلامي تاریخ ته په اشارې سره ټينګار یي وکړ چې د اسلام دین د مشارکت او مساواتو دین دی او اوسنۍ "استبدادي تګلارې" په دین کې ځای نه لري.
هغه وویل، افغان ولس هره ورځ د تدریجي مرګ په لوري روان دی او دغې بنسټیزې موضوع ته باید رسیدا وشي.
هغه سپارښتنه وکړه چې په اساسي حق چې د ژوند حق دی، تمرکز وشي او هیله یې وښوده چې راتلونکي کال افغانانو په ګډه خپله تګلاره پیدا کړي او "په ګډه مخکې ولاړ شو."
عبدالله عبدالله: ښځو ته د زدکړو زمینه برابره کړئ

د عکس سرچینه، AFGHANCE
په ورته مهال په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر غني د حکومت شریک او د پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي "تحصیل او کار د ښځو مسلم، اسلامي او انساني حقوق دي."
د نوموړي په باور له زدکړو او کار د ښځو ګرځول دوی له بنسټیزو حقونو محروموي او په وینا یې، افغانان هیله لري چې د ښځو کار او زدکړو ته زمینې برابرې شي.
حامد کرزی:په ټولنه کې د ښځو کار او زدکړې مهمه اړتیا ده
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یو لړ ټوېټونو کې د افغان نجونو او ښځو لپاره د کار او زدکړو غوښتنه تکرار کړې.
ښاغلي کرزي لیکلي؛ افغانستان کې ښځې نیم نفوس جوړوي، دا نفوس د یوه هېواد په پرمختګ کې ځانګړی رول لري او په وینا، یې د ښځو زدکړې او کار نه یوازې د دوی حق دی بلکې یوه مهمه اړتیا ده.

د عکس سرچینه، AFP
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله که څه هم خپلو بیانونو کې د طالبانو واضح نوم نه دی اخیستی خو حامد کرزي په دې مناسبت لیکلي "یو ځل بیا په سرپرست حکومت غږ کوم چې د یوه اباد، پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي او افغان ښځو ته د تعلیم او کار زمینې برابرې کړي."
دغو پخوانیو افغان چارواکو د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان مېرمنو وضعیت داسې مهال بوږنونکی بللی چې طالب واکمنانو په مېرمنو د زدکړو او کار په ګډون ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو بیا بیا د ښځو لپاره په اسلامي چوکاټ کې د تګلارو د جوړېدو ژمنه کړې خو په ښکاره د دوی پر واکمنۍ شاوخوا شل میاشتې تېرېږي او په دې برخه کې د څه پرمختګ څرک نه ښکاري.











