د جاپان لومړی وزیر وایي هېواد یې د زېږون تر ټولو ټیټه کچه لري

japan

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د جاپان لومړی وزیر وایي، هېواد یې د زېږون د ټیټې کچې له امله د یوې ټولنې په ټوګه د کار کولو توان نه لري.

ښاغلی فمیو کشېدا وایي دا د "اوس یا هېڅکله" قضیه ده.

تېر کال د جاپان ۱۲۵ میلیونه نفوس کې له ۸۰۰ زره لږ ماشومان زېږېدلي دي چې په ۱۹۷۰ کال کې دغه شمېره دوه میلیونه وو.

د جاپان ګاونډیو هېوادونو په ګډون ډېر شمېر هېوادونو کې د زېږون کچه ورو ده.

خو دا مسله په ځانګړې توګه په جاپان کې خورا جدي ده ځکه چې په وروستیو لسیزو کې د وګړوعمرونه زیات شوي. دا په دې مانا ده چې د ډېر عمر لرونکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او د دوی د ملاتړ لپاره د کارګرو شمېر مخ پر ځوړ دی.

د نړیوال بانک شمېرو له مخې د موناکو کوچني ایالت وروسته، جاپان د نړۍ دویم هغه هېواد دی چې د نفوس ۲۸ سلنه یې ۶۵ کلن او له دې هم د ډېر عمر لرونکي کسان دي.

ښاغلي کشېدا قانون جوړونکو ته ویلي: "جاپان داسې حالت ته رسېدلی، چې د یوې ټولنې په توګه به وپایي؟ د ماشومانو او ماشومانو پالنې په اړه په پالسیو باندې تمرکز داسې مسله ده چې ځنډول کېدی نه شي."

جاپان

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي زیاته کړه، له حکومته غواړي چې د ماشومانو اړوند پروګرامونو باندې خپل لګښت دوه برابره کړي او اپرېل میاشت کې به یوه نوې حکومتي اداره جوړه شي چې په دې تړاو پرمختګونو ته لاره جوړه کړي.

د جاپان حکومتونو مخکې هم د ورته تګلارو هڅه کړې وه چې پکې پاتې راغلي وو.

په ۲۰۲۰ کال کې څېړونکو وړاندوینه کړې وه چې د جاپان نفوس، چې ۲۰۱۷ کال کې له ۱۲۸ ملیون وو، د پېړۍ تر پایه به ۵۳ میلیونو ته راټیټ شي. د رسمي شمېرو له مخې د جاپان نفوس اوس ۱۲۵ میلیونه دی.

جاپان د کډوالۍ برخه کې د یو څه نرمښت سربېره د سختو قوانینو پلي کولو ته دوام ورکړی. ځینې کارپوهان اوس وايي، دکډوالۍ مقررات باید نور هم نرم شي چې ټولنه کې ځوان قشر زیات شي.

د ژوند لګښتونو زیاتوالی، په زدکړو او کار کې د میرمنو ډیروالی، او همدارنګه د میندوارۍ مخنیوي ته ډیر لاسرسی د دې لامل شوی چې ښځې د لږو ماشومانو زیږون غوره کړي.

دا ټول هغه فکتورونه دي چې د زیږون کچه یې راټیټه کړې.د جاپان لومړی وزیر وایي هېواد یې د زېږون تر ټولو ټیټه کچه لري