کندهار کې د طالبانو مشر سره د یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني کتنه

د عکس سرچینه، TALIBAN
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي
په کندهار کې دوو سرچینو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چې د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع چارسمبالي وزیران کندهار ته رسېدلي چې پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز په اړه د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره خبرې وکړي.
د دغو سرچینو په وینا، دواړو وزیرانو نن "شنبه" په کندهار کې د طالبانو له والي محمد یوسف وفا سره کتلي دي. ښاغلی وفا د طالبانو مشر ته له نژدې کسانو بلل کېږي.
محمد یوسف وفا ته د یوې نژدې سرچینې په وینا، کله چې له کابل او نورو ولایتونو چارواکي او ولسي خلک د طالبانو له مشر سره د کتنې لپاره کندهار ته ولاړ شي، "ډېری وخت لومړی د کندهار والي سره ګوري او بیا یې مشرتابه سره د کتنې لپاره همغږي کېږي."
وروسته له هغه چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت په پوهنتونونو کې د ښځو زدکړې وځنډولې، د طالبانو په حکومت کې دننه د ځینو لوړ پوړو چارواکو له دغه ګام سره د ناخوښۍ رپوټونه هم شته.
خو وايي په طالب غورځنګ کې د یوه موټیتوب ساتلو او درز مخنیوي لپاره دغه مخالفتونه نه ډاګیزه کېږي.
د یوې سرچینې په وینا چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په څېر ځینې مهمې څېرې پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو له بندیز سره مخالف دي، خو په ښکاره له څه ویلو ډډه کوي.

د عکس سرچینه، RTA
نژدې درې میاشتې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي کابل کې یوې ناستې ته ویلي وو، "تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي"
ښاغلي ستانکزي چې له امریکایانو سره دوحه کې د خبرو پر مهال د طالب پلاوي مهم غړی هم و، ویلي وو: "د نجونو ښوونځیو تړلو ته هېڅ شرعي دلیل نشته."
ښاغلی ستانکزی ښايي لومړنی داسې طالب چارواکی وي چې د خپل مشر پرېکړه يې په ښکاره وننګوله خو تر اوسه یې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز په اړه څه نه دي ویلي.
په کندهار کې یوه بله سرچینه بیا وايي،"دغه دواړه وزیران په مشخص ډول د نجونو په زدکړو د بحث لپاره نه دي راغوښتل شوي، خو پر دغې موضوع به حتما خبرې کېږي."
د دغې سرچینې په باور، پوهنتونونو کې د نجونو زدکړو ځنډېدو د طالبانو په نظام کې "ډېر نور چارواکي هم نهیلي کړي دي."

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
پرون جمعه داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ښايي د طالبانو دغه دوه وزیران ځینې دیني عالمان هم خپل مشر ته د لېدنې لپاره له ځان سره بوځي، خو په کندهار کې سرچینې وايي، له دغو دوو چارواکو سره "دیني عالمان نه وو."
اوس چې دا غونډه روانه ده، روښانه نه ده چې خپل مشر د نجونو لپاره د پوهنتونونو بېرته پرانیستو ته هڅولی شي او کنه، خو د طالبانو د مشرتابه له پخوانیو فرمانونو داسې اټکل کېږي، چې له کړیو پرېکړو په اسانۍ نه په شا کېږي.
په دودیز ډول طالب مشرتابه د پرېکړو لپاره تر ډېره پر ځان چاپېره کړۍ پوښتي چې تر ډېره د پاخه عمر سختدريځي او د یوه فکر ملایان بلل کېږي.
د طالبانو د غورځنګ له پیله د مشرتابه پرېکړه ننګول د امیر د امر د نه اطاعت په مانا ده، له همدې امله پر ټوېټر یو شمېر طالب پلوو او د غورځنګ ملاتړي له خپلو نورو پلویانو غواړي چې د نجونو د زدکړو په تړاو د شوې پرېکړه په اړه د مخالفت غږ پورته نه کړي.
د ډېرو مشهوره خبره داده چې "د مشرانو خبرو کې حکمت وي" خو د طالبانو ګوتنیونکي بیا وايي د یوې ډلې په توګه ښايي دا وړ تګلارې او چلند کار ورکړي خو د یوه نظام په توګه پر ولس یو اړخیزې پرېکړې ښايي د طالبانو حکومت په کور دننه او بهر کې له لا ډېرو سختو غبرګونونو سره مخامخ کړي.









