ملګري ملتونه: ځوانان تر نورو ډېر د ټول وژنې له خطر سره مخامخ دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, صدف غیاثي
- دنده, بي بي سي
ملګري ملتونه وايي ځوانان تر نورو ډېر د ټول وژنې له خطر سره مخامخ دي او اوس مهال دا یوه لویه نړیواله ننګونه ده. د خلکو د خوندیتوب لپاره د لارو چارو موندلو په اړه ملګرو ملتونو سږکال په دې برخه کې مثبت پیغامونه او د یووالي لپاره هڅې ارزولې دي.
د نسل وژنې یا ټول وژنې په ترڅ کې وژل شویو کسانو ته د درناوي په پار هر کال د ډسمبر میاشتې ۹ نېټه، چې نن ده د نسل وژنې پېښو ته بیا کتنه کېږي او په ترڅ کې یې انساني کرامت ته درناوی کېږي.
د ټول وژنې نړیواله ورځ د او ملګرو ملتونو دريځ
معمولاً کله چې یو قوم، مذهبي ډله یا ټولنه په سیسټماټيک ډول له نسل وژنې سره مخامخېږي، د قربانیانو د کورنیو غړي یې سره نژدي کېږي او په یوه غږ د عدالت غوښتنه کوي.
په تېرو څو لسیزو داخلي جګړو او نسل وژنو ته چې د بشریت په تاریخ کې ثبت شوې په کتو، ملګري ملتونه د خلکو او ټولو قومونو د خوندیتوب او ساتنې لپاره کار کوي.
کله چې حکومتونه په دې برخه کې ناغیړي کوي بیا نو نړیوال سازمانونه او ځانګړې توګه ملګري ملتونه د خلکو د ساتنې په موخه ډګر ته راوځي.
سږکال ملګرو ملتونو د ورزش له لارې، چې د ځوانانو او ښځو د ځواکمنولو وسیله یې بولي د ټول وژنې د مخنیوي لپاره د مثبتو پیغامونو خپرولو ته مخه کړې ده.
د ملګرو ملتونو له نظره ورزش نه یوازې د روغتیا ضمانت کوي بلکې د ټولنیزو اهدافو ترلاسه کولو او له زدکړو د ملاتړ لپاره هم ښه وسیله ده.
په دې اړه د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي چې ورزش په سیمه یزه او نړیواله کچه کولای شي چې خلک یو موټی کړي، زده کړو ته یې وهڅوي او له نسل وژنې نه د کرکې په پيدا کولو کې رول ولوبوي.
ملګري ملتونه نسل وژنه هغه عمل بولي چې په لوی لاس یوه ځانګړې ټولنه، قوم یا ډله د نژادي یا مذهبي اختلاف له مخې په ټولیز ډول یا هم یوه برخه یې له مینځه وړل کېږي یا هم په جسمي او روحي ډول ربړول کېږي.
دغه راز د زیږون مخه نیول او له یو ځای نه بل ځای ته د خلکو اجباري لېږدول هم نسل وژنه ګڼل کېږي. د کارپوهانو له نظره نسل وژنه یوازې دا نه ده چې خلک ووژل شي بلکې یوه قوم، ټولنې یا ډلې ته زیان رسول او ورسره بد چلن هم نسل وژنه ده.
ملګري ملتونه وايي، بېلا بېلو هېوادونو کې د نسل وژنې پېښې څېړي
د نسل وژنې یوه تر ټولو ناوړه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې نازي المان شپږ میلونه یهودیان ووژل، له هغه وروسته دغه ډول وژنې په سوډان، میانمار، عراق او سوریه کې هم شوې دي.
نسل وژنه یوه نړیواله ننګونه ده، چې بیلګې یې ان په اروپا کې هم د جګړو پرمهال څرګندې شوې او کېدای شي چې د نړۍ په هرځای کې وشي.
ملګرو ملتونو ویلي چې سږکال یې ډېرې غوښتنې ترلاسه کړې چې په ځینو هېوادونو کې پېښې نسل وژنه وبولي خو وايي چې په دې برخه کې تحقیقات کوي.
"افغانستان کې هم د نسل وژنې بيلګې شته"

د عکس سرچینه، Getty Images
په وروستیو میاشتو کې د هزاره قوم، چې په منظم ډول د خونړیو پېښو ښکار شوي پر خواله رسنیو یو کمپاین وکړ او هشټک یې وکاروه چې د هزارګانو نسل وژنه ودروئ. دوی خپل غږ تر ملګرو ملتونو هم رسولی دی.
افغانه فعاله سیما نوري ادعا کوي چې په افغانستان کې هم د ټول وژنې بیلګې شته.
اغلې نوري بي بي سي ته وویل چې د هزاره ګانو شورا د نسل وژنې په توګه د ځینو پېښو د رسمیت پیژندولو په موخه خپلې غوښتنې ملګرو ملتونو ته استولې دي. هغې زیاته کړه.
"د هزاره ګانو نړیواله شورا له ملګرو ملتونواو نړیوالې ټولنې غواړي چې پر هزاره ګانو سیتماتیک ترهګر بریدونه په رسمیت وپېژني، دا بریدونه د نسل وژنې مشخصات لري، ملګري ملتونه، د امریکا متحده ایالاتونه او اروپايي ټولنه باید د هزاره ګانو د ساتنې لپاره عملي اقدامات وکړي."
خو په افغانستان د طالبانو حکومت او چارواکو پر هزاره ګانو شوي خونړي بریدونه غندلي او خپل لاس لرل یې په کې رد کړي دي.
د یادولو ده چې پر شیعه ګانو د ځینو بریدونو مسولیت تر ډېره داعش ډلې منلی.
ملګرو ملتونو باور دا دی چې نسل وژنه له کرکې او کرکه خپروونکو خبرو پیلېږي. خپلو بچیانو او ځوانانو ته ورزده کړئ چې د کرکې پرځای تل مهربانه و اوسي. په تاریخ کې د نسل وژنو په اړه ولولئ او د عبرت درس ترې واخلئ او په دې اړه فکر وکړئ چې څنګه کولای شئ چې د نسل وژنې مخه ونیسئ. دا هغه غوښتنې دي چې سږکال له دې هشټک سره چې د نسل وژنې مخه ونیسئ پر ټویټر کېږي.
په ۲۰۱۵ کال کې د ډسمبر میاشتې نهمه نېټه د نسل وژنې په پېښو کې قربانیانو ته د درناوي د ورځې په توګه د ملګرو ملتونو په عمومۍ اسمبلې کې ثبت شوه. د نسل وژنې کنوانسیون یو نړیوال حقوقي سند دی چې په لومړي ځل یې په تاریخ کې نسل وژنه جنایت وبلله.
په دې اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډه هم کېږي چې پکې به د نسل وژنې کیسې واورېدل شي او د مخنیوي لپاره به یې پر لارو چارو غور وشي.








