پاکستان وایي کابل کې د دوی پر سفارت د داعش برید د مسولیت منلو ادعا څېړي

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، هېواد یې طالب چارواکو سره په سلا مشوره کابل کې د دوی پر سفارت د برید په تړاو د داعش ډلې ادعا څېړنه کوي.

ښاغلي صادق د ټوېټونو په یوه لړۍ کې لیکلي"د داعش خراسان ډلې د پاکستان د سفارت پر انګړ برید مسولیت منلی، پاکستان به په خپلواکه توګه او له افغان لوري سره په سلا دا معلومه کړي چې دا څومره رښتیا ده؟"

ښاغلي صادق لیکلي"دا برید د نورو هغو ګواښونو یاد تازه کوي چې ترهګري یې په افغانستان او سیمه کې جوړول غواړي، خو دواړو هېوادو ته په کار ده چې له ټول توان سره د دې شومې پدیدې پر وړاندې په غوڅ دریځ ودرېږي او دا ګواښ له منځه یوسي."

د اسلامي دولت نومې ډلې د خراسان څانګې د تېرې جمعې پر ورځ د ډسمبر په دویمه کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسولیت منلی و.

پاکستان وايي د تېرې جمعې پر ورځ کابل کې د دوی پر سفارت د برید هدف د سفارت چارسمبالی عبید الله نظاماني و، په دې پېښه کې نوموړي ته زیان نه و اوښتی خو یو ساتونکی یې ژور ټپي شوی و.

د کابل د پولیسو وياند خالد ځدراڼ پر ټوټير ويلي وو چې د بريد په تړاو يې يو مشکوک کس نيولی دی.

په کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې خبر ورکړ چې د دې برید په تړاو یې اسلام آباد کې د افغان سفارت چارسمبالی احضار کړی.

بیان زیاتوي هغه ته یې په دې اړه د خپلې ژورې اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، ویلي چې برید کوونکي باید ژر تر ژره ونیول شي او د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

بیان کې د افغان سفارت د چارسمبالي نوم نه دی اخيستل شوی او ویل شوي چې د سفارت امنیت کې د دې جدي خلا په اړه دې پلټنې پیل شي او د دوی د ټولو دیپلوماتیکو مرکزونو، دیپلوماتانو او وګړو د امنیت لپاره دې اړین ګامونه واخلي.

پاکستان په جلال آباد، مزار شریف، هرات او کندهار کې کونسګلرۍ هم لري.

بیان کې د افغان سفارت د چارسمبالي له قوله ویل شوي چې برید د خفګان وړ دی او دا د افغانستان او پاکستان د دښمنانو کار دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بل بیان کې ویلي له دې برید وروسته د سفارت د تړولو لپاره کوم پلان نشته او نه هم غواړي خپل دپلوماتان بېرته وغواړي.

په کابل کې د پاکستان پر سفارت دا وسله وال برید دوه ورځې وړاندې داسې مهال شوی و چې د پاکستاني رسنیو د وینا له مخې چارسمبالي سفیر عبد الرحمن نظاماني د سفارت انګړ کې قدم واهه.

د رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې برید سفارت ته څېرمه له یوې ودانۍ شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر یوه بیان کې ویلي له برید وروسته یې له نظاماني سره خبرې کړي او هغه ته یې د ملاتړ ډاډ ورکړی.