امریکا وايي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ګواښ خلاف ګام اوچتولو ته ژمنه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه اعلامیه کې ویلي، هېواد یې د هغو ترهګرو ډلو د ګواښونو خلاف هر ډول ګامونو اوچتولو ته ژمن دی چې له افغانستانه فعالیت کوي. هغه په ځانګړي ډول د القاعدې د هند نيمې وچې برخه او تحریک طالبان پاکستان نومونه یاد کړي.

انتوني بلېنکن ټینګار کړی، دا ګام يې د هغو جدي هڅو برخه ده چې دا ډاډ تر لاسه شي چې نړیوال ترهګر افغانستان د یوه مرکز په توګه نه کاروي.

طالبانو لا د امريکا دغه اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې يې له افغانستانه نړۍ ته د ترهګرۍ د هر ډول ګواښ د متوجه کېدو خبرونه رد کړي وو.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعدې د هند لویې وچې څانګې او د پاکستاني طالبانو غورځنګ څلور مشران د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامل کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې په دغو کسانو کې د القاعدې د هند برخې امیر اسامه محمود، د هغه مرستیال عاطف یحیی غوري او د ډلې د استخدام مسوول محمد معروف، او د ټي ټي پي مرستیال امیر قاري امجد دي.

قاري امجد یا مفتي حضرت دیروجي د پاکستاني طالبانو په مشرتابه کې دویم کس دی.

د دغه ګام له مخې د امریکا په خاوره کې د دوی شتمنۍ کنګل کیږي او په نړیواله کچه امریکایان منع شوي چې له دوی سره سوداګري یا معامله وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا ګام ښيي چې دوی په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو د خلاص لاس د لنډولو لپاره ژمن دي او د دوی د مخنيوي لپاره هره لار کاروي.

د پاکستاني طالبانو خلاف دا ګام په داسې حال کې اوچت شوی چې دغې ډلې همدا اونۍ اعلان وکړ چې د پاکستان له دولت سره يې اوربند پای ته رسولی او د خپلو بریدونو د بېرته پیلولو اعلان یې وکړ.

د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه اعلامیه کې ویلي وو،‌ دا ګام یې وروستیو کې پر دوی د پاکستاني پوځ د بریدونو په ځواب کې اخیستی دی.

تر دې وړاندې ‌اسلام اباد څو ځلې ادعا کړې چې پاکستاني طالبان له افغانستانه بریدونه پرې کوي او هلته خوندي پټنځایونه لري.

خو افغان طالبانو د افغانستان په خاوره کې د بل هېواد پر ضد د هر راز فعالیت د موجودیت خبره رد کړې ده.

د روان کال د مې میاشتې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو یوه راپور ښوولې وه چې القاعده هم افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو ته خوشاله ده، له طالبانو سره "ټینګ اړیکي پالي" او په سیمه او افغانستان کې حضور لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړوند د بندیز د څار کمیټې په خپل رپوټ کې ویلي وو د القاعده مهم مشران او ورسره د نورو تړلو ډلو لکه هند ټاپووزمه کې د القاعده ډلګۍ مشران افغانستان کې دي.

روانه اونۍ په ملګرو ملتونو د هند مرستیال استازې افغانستان کې د جیش محمد او لشکر طیبه په څېر وسله والو ډلو د فعالیت په اړه هم اندېښنه ښودلې وه.

طالبانو که څه هم دغه راپورونه رد کړي وو خو دا یې منلې وه چې د القاعدې شبکې پر وروستي رهبر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پيلوټې الوتکې د برید په اړه څېړنې کوي. امریکا د روان میلادی کال د اګست په لومړیو کې د یوې پېپلوټه الوتکې په برید کې د ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړی و.