پاکستان: له ټي ټي پي سره د خبرو په هکله به وروستۍ پرېکړه پارلمان کوي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ نن د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره د پارلمان کمېټې غونډه کې پر دې پرېکړه شوې چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د سولې روانو خبرو پر پایلو به "وروستۍ پرېکړه د پارلمان لخوا" کېږي.

له غوڼدې وروسته د پاکستان لومړي وزیر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان کې د طالبانو په منځګړیتوب ټي ټي پي سره "خبرې به روانې وي خو وروستۍ پرېکړه به د پارلمان" لخوا کېږي‌.

اعلامیه کې زیاته شوې چې د نننۍ غونډې ګډون کوونکو ته ټي ټي پي سره د خبرو اترو وروستی حال او په دې اړه جزیات ورکړل شول چې دا خبرې په کومو شرایطو پیل شوي.

د پارلماني کمېټې نننۍ غونډه کې د پاکستان حکومت چارواکو، قومي اسمبلۍ او ثنا غړو او د پوځي ادارو استازو ګډون کړی وو.

له غونډې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله رسنیو سره خبرو کې وویل: "نننۍ غونډه کې تحریک طالبان پاکستان سره د رسمي خبرو او پر پاک افغان پوله (ډیورنډ کرښه) د ترینګلتیا په تړاو بحث وشو."

ښاغلي ثناالله وویل ټي ټي پي سره پر خبرو وروستۍ پرېکړه به د پاکستان اساسي قانون په رڼا کې او د پارلمان په لارښوونه کېږي.

نوموړي زیاته کړه: "ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره خبرې به د پارلمان د لارښوونو په رڼا کې پرمخ ځي. نننۍ غونډه کې پر همدې سلا شوې چې هر څه به د پارلمان په منظورۍ کېږي. دا یوه بنسټیزه اړتیا ده او موږ به خپل هېواد کې سوله د قانون په چوکاټ کې ترلاسه کوو."

د سولې خبرې

د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د روان کال له فبرورۍ میاشتې د جوړ جاړي خبرې روانې دي.

افغان طالبانو تېره میاشت په لومړي ځل رسمآ منلې وه چې د دواړو غاړو تر منځ د خبرو کوربه دي.‌

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو: د 'خیر په نیت' د دواړو خواو تر منځ منځګړتوب کوي.

د رپوټونو له مخې دې خبرو لپاره د پاکستان حکومت په استازې ډله کې یوازې د پاکستاني پوځ او استخباراتو کسان شامل دي.

د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تېره میاشت د مې تر پایه لنډ مهالی اوربند هم منلی وو.

ټي ټي پي څه غواړي؟

پاکستان طالبانو (ټي ټي پي) د خپلو غوښتنو یو لېست د پاکستان پوځ استازو ته سپارلی و.

د رپوټونو له مخې دې غوښتنو کې د (ټي ټي پي) پر مشرانو د ټولو بندیزونو ختمولو، پخوانیو قبایلي سیمو ته د پاکستاني طالبانو له خپلو وسلو سره ورستنېدل، د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل او له پخوانیو قبایلي سیمو د پاکستاني پوځیانو وتل شامل دي.

ټي ټي پي‌ همدا راز غوښتنه کړې ده چې د پاکستان د اساسي قانون هغه مادې چې له شریعت سره په ټکر کې دي، هغه دې پر دې ډلې نه پلې کېږي.

دوی همدا راز په ملاکنډ ډوېژن کې د 'عدل نظام' د پلي کولو غوښتنه کړې، خو څرګنده نه ده چې له دې نظامه د ټي تي‌ پي هدف څه دی.

په غوښتنو کې دا هم راغلي چې له پښتونخوا صوبې سره د پخوانیو قبایلي سیمو یا اېجنسیو یو ځای کېدل یا انظمام به لغوه کېږي.

خو باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي، دا لېست یو اړخیز دی او مالومه نه ده چې د پاکستان پوځ یې په بدل کې له (تي تي پي) څه غوښتي.