پاکستان: د طالبانو حکومت 'ټي ټي پي' سره د مذاکراتو اسانتیا برابروي

د پاکستان مرکزي حکومت د پاکستاني طالبانو تحریک "ټي ټي پي" لخوا د دوی پر وړاندې د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزېرې مریم اورنګزیب اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوی او 'ټي ټي پي' ترمنځ مذاکراتو ته اسانتیا برابروي.

نوموړې ویلي دا خبرې اترې د حکومت په کچه دي او د پاکستان ملکي او پوځي دواړه استازي پکې برخه لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزېره وایي دا مذاکرات د قانوني چوکاټ کې ترسره کېږي او د سولې کمېټه چې یې هره پرېکړه کوي، د پاکستان د حکومت او پارلمان لخوا به تائیدېږي.

هغې دلته دا هم ویلي چې له ټي ټي پي سره د خبرو دا لړۍ د ۲۰۲۱ کال له اکتوبره روانه ده.

د پاکستاني طالبانو تحریک د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد له حکومت سره یې اوربند تر نامالومې مودې غځولی دی.

دې ډلې دا هم ویلي، چې د نور پرمختګ لپاره به د خبرو بهیر راتلونکو ورځو کې دوام کوي.

د محسن دوړ مخالفت

په ورته وخت د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دوړ "ټي ټي پي" سره د حکومت پر دغو خبرو نیوکه کړې.

هغه پر خپل ټویټر د 'مریم اورنګزېب' خبرې ریټویټ کړي او ورسره لیکلي یې دي، چرګې د پارلمان بدیل نشي کېدای چې باید ټي ټي پي سره د خبرو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

هغه دا پوښتنه هم کړې چې قامي اسمبلۍ ولې په پامه غورځول شوې؟ د دغو خبرو اجازه چا او ولې ورکړې ده؟

ښاغلي دوړ یوه بل ټویټ کې دا هم لیکلي چې ګواکې د پاکستان حکومت په دې توګه د ده په وینا "اور سره لوبې کوي او بالاخره به دغه اور کې وسوځي."

د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ دا خبرې د افغان طالبانو په کوربه توب او منځګړتوب شوې دي.

د پاکستاني طالبانو مشرانو سره خبرو لپاره د پښتونخوا د بېلابېلو سیمو د دیني عالمانو او قبایلي مشرانو یوه ۵۰ کسیزه جرګه هم کابل ته تللې ده.

د دې جرګې ګډونوالو بي بي سي ته ویلي، که څه هم دوی اجرايي واک نه لري، خو له دواړو لورو غواړي چې د خبرو له لارې جګړه ودروي.

پاکستاني طالبانو مخکې ویلي، تر هغې به سوله نه کوي چې پاکستان حکومت د دې هېواد قبایلي سیمو خپلواکي او ازاد حیثیت نه وي منلی.