تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد؛ "يو امنيتي ساتونکی ټپي شوی"
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پاکستان پر سفارت وسله وال بريد کې يو امنيتي ساتونکي سخت ټپي شوی دی.
د پاکستان حکومت په وينا د دې بريد موخه په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبيدالرحمان نظاماني و چې هغه ته کوم زيان نه دی اوښتی.
د يادونې وړ ده چې عبدالرحمن نظاماني د تېرې نومبر مياشتې په څلورمه نېټه په کابل کې پاکستان سفارت کې د ماموريت چارې پر غاړه واخيستې.
د کابل د پولیسو وياند خالد ځدراڼ پو ټوېټر پاڼه لیکلي، د کابل ښار د کارته پروان سيمه کې د پاکستان سفارت پر لور له يوې ودانۍ ډزې شوې. نوموړی زياتوي په دې اړه يو مشکوک کس هم نيولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د پاکستان د سفارت پر ودانۍ په برید کې عبیدالرحمن نظاماني په نښه شوی دی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي په کابل کې یې شازدافير له مرګوني بریده روغ وتلی.
نوموړي پر ټویټر ليکلي د دغې پېښې د بېړنۍ پلټنې او د عاملینو د سزا غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم دا بريد غندلی او وايي امنيتي ادارې به دغه پېښه وڅېړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویاند قهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي په کابل کې د پاکستان د سفارت پر لور د ډزو او ناکامه برید هڅه په کلکو ټکو غندي. دوی وايي هیڅکله به د دوی په ټکو مغرضو کړیو ته اجازه ورنه کړي چې په کابل کې د دیپلوماتيکو ماموريتونو امنيت وګواښي.
پاکستاني رسنیو د طالب سرچینو له قوله ليکلي چې په کابل کې د پاکستان د سفارت پر سرپرست عبیدالرحمان نظاماني سفارت ته له څېرمه له يوې ودانۍ ډزې شوې دي.
تراوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازولی يوناما د پاکستان پر سفارت دغه بريد غندلی او ټپيانو ته يې د ژر ښه کېدو هیله څرګنده کړې ده.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه اعلامیه کې ویلي، هېواد یې د هغو ترهګرو ډلو د ګواښونو خلاف هر ډول ګامونو اوچتولو ته ژمن دی چې له افغانستانه فعالیت کوي. هغه په ځانګړي ډول د القاعدې د هند نيمې وچې برخه او تحریک طالبان پاکستان نومونه یاد کړي.
انتوني بلېنکن ټینګار کړی، دا ګام يې د هغو جدي هڅو برخه ده چې دا ډاډ تر لاسه شي چې نړیوال ترهګر افغانستان د یوه مرکز په توګه نه کاروي.
طالبانو لا د امريکا دغه اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې يې له افغانستانه نړۍ ته د ترهګرۍ د هر ډول ګواښ د متوجه کېدو خبرونه رد کړي وو.
پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعدې د هند لویې وچې څانګې او د پاکستاني طالبانو غورځنګ څلور مشران د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامل کړل.