سور صلیب: د ژمي له رارسېدو سره افغان ماشومانو کې د سینه - بغل ناروغانو شمېر ۵۵ سلنه زیات شوی

د عکس سرچینه، ICRC
د سره صلیب نړیواله ټولنه وايي، په افغان ماشومانو کې د سکاروي یا سینه - بغل ناروغي د تېر کال پرتله ۵۵ سلنه ډېره شوې ده.
د سره صلیب له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، د داسې ۳۳ روغتونونو شمېرې چې دوی ورسره مرسته کوي ښيي له پنځه کلنۍ په کم عمره افغان ماشومانو کې د مناسبو خوړو او سونتوکو نشتوالي له کبله د ژمي له راتګ سره د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.
سره صلیب له دې مخکې په خپل تازه رپوټ کې ویلي، خوارځواکي، اوسینه بغل داسې ستونزې دي چې له کبله یې د زرګونو افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
د دې سازمان د شمېرو له مخې په افغان ماشومانو کې د ۲۰۲۱ کال پرتله سږکال خوارځواکي ۹۰ سلنه ډېره شوې ده.
د سره صلیب مسوولین وايي، له ګڼ شمېر افغانانو سره چې دوی خبرې کړې وايي چې د بیوزلۍ له کبله د ژمي له راتګ سره د خوړو او سونتوکو تر منځ د یوه انتخاب ته اړ شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مسوول مارټین شوپ په خبره مرستندویه ادارې نه تاوانېږي د مرستې ټولې غوښتنې پوره کړي. نوموړي د همدې هدف لپاره له دولتونو او مرستندویه سازمانونو وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي او په دې هېواد کې له میلیونونو اړو کسانو سره مرستو ته دوام ورکړي.
تېره اونۍ د بي بي سي په یوه څېړنیز رپوټ کې معلومه شوه چې افغانستان کې ځینې خلک د سختې بېوزلۍ له کبله خپلې لوڼې او د بدن غړي خرڅوي، ځینې نور بیا خپلو وږو ماشومانو ته نشهکوونکي درمل ورکوي. دا هېواد له ژور انساني کړکېچ سره مخامخ دی.
بي بي سي لوېدیځ هرات ولایت کې له ځینو کورنیو سره غږېدلې چې وايي د خوړو او درملو رانیولو لپاره اړ شوي چې د خپلو ټیټ عمره لوڼو د ودولو لپاره دوی وپلوري.
ځینو کورنیو ویلي، خپلو بچیانو ته مسکن ''نشه کوونکي '' درمل ورکوي چې د لوږې پرمهال یې د ژړا مخه ونیسي.









