د افغانستان بانک وايي، د افغانیو نوي چاپ شوي بانکوټونه کابل ته رسېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د افغانستان بانک وايي، د افغانیو نوي چاپ شوي بانکنوټونه کابل ته رسېدلي دي. د ددغه بانک مسوولینو باختري دولتي خبري اژانس ته ویلي، له پولنډه د دغو تازه چاپ بانکنوټو لومړنۍ جوپه کابل ته لېږدول شوې ده.
په کابل کې کاروباریانو او صرافانو د دغه خبر هرکلی کړی او هیله یې ښودلې، چې په ورځنیو چارو کې به یې اسانتیا رامنځته کړي. خو د باختر اژانس په رپوټ کې کره شمېر په هکله څه نه دي ویل شوي.
د افغانستان مخکیني حکومت په پولنډ کې یوه شرکت ته د لس میلیاردو افغانیو بانکوټونو د چاپ فرمایش ورکړی و، خو د چاپ لګښت یې نه و ورکړی.
د یادونې ده، چې دا وروستیو میاشتو کې د افغانستان بانکوټونه خورا ډېر زاړه شوي وو. له همدې کبله په تېره څه موده کې افغان صرافان، سوداګر او خلک د راکړې ورکړې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو.
د افغانستان بانک د نویو بانکوټونو رسېدو هرکلی کړی او دغه راز د پلازمېنې کابل شاهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وايي، دا ډېر ښه خبر دی او ورسره به راکړه ورکړه اسانه شي.
د مخکیني حکومت د واکمنۍ په موده کې د افغانستان په ختیځ او سویل کې د ورځنۍ راکړې، ورکړې لپاره د افغانۍ پر ځای د پاکستانۍ روپۍ او په لوېدیځ کې بیا د ایراني تومان راکړه، ورکړه هم عامه وه.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د بهرنیو اسعارو پر راکړه، ورکړه بندیزونه ولګول او د کارونې په صورت کې یې د سزا ورکولو ګواښ هم وکړ.

د عکس سرچینه، AFP
تر دې وړاندې د افغانستان بانک اعلام ویلي و چې د افغانیو زاړه شوي بانکنوټونه به په سيستماتيک او د موجود طرزالعمل له مخې د هېواد له بازارونو څخه په منظم ډول راټولېږي.
د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې پولنډي چارواکو ویلي و چې د پولنډ د پیسو د چاپ له امنیتي شرکت(PWPW) سره د افغانستان د هوکړې له مخې، پتېیل شوې ۳۸۰ میلیونه افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شي چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به افغانستان ته وسپارل شي.
هغوی ویلي وو، د افغانیو نوي چاپ شوي بانک نوټونه له ښو امنیتي ځانګړنو برخمن دي چې د خیرو یا چټلیو او د کیمیاوي محلولونو پر وړاندې ډېر مقاومت لري.









