د ماشومانو ژغورنې اداره: افغان ماشومانو کې "خطرناکه" خوارځواکي تر ۵۰ سلنه ډېره شوې

د عکس سرچینه، Save The Children
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي، ګڼ افغان ماشومان له "خطرناکې خوارځواکۍ" سره مخ دي.
دغه بنسټ په خپل تازه رپوټ کې ویلي، د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د دوی ګرځنده کلینېکونو ته له "خطرناکې خوارځواکۍ" سره مخ ګڼ ماشومان وروړل شوي او شمېر یې دې موده کې ۴۷ سلنه لوړه شوی دی.
سېف د چېلډرن وايي، د دغو ماشومانو له ډلې یې ځينې له دې کبله مري چې په وخت یې درملنه نه کېږي.
دغه نړیوال بنسټ په خپل تازه رپوټ کې، چې نن دوشنبه یې خپور کړی، همدا راز ویلي، د سېف د چېلډرن ۵۷ ګرځنده روغتیايي ډلو په تېره جنورۍ میاشت کې ۲۵۰۰ له خوارځواکۍ سره مخ ماشومان درمللي وو، خو په وینا یې، تر تېر سپتمبر میاشتې دا شمېر یو دمي شاوخوا ۴۲۷۰ ته ختلی.
د ماشومانو ژغورنې ادارې په خبره، په افغانستان کې په وروستیو څو میاشتو کې په داسې حال کې د خوارځواکۍ درملنې خدمتونو غوښتنه ډېره شوې چې په دغه هېواد کې ګڼې کورنۍ په تاریخ کې د لوږې تر ټولو ناوړه ناورین سره مخ دي او ترې د وتلو لپاره هلې ځلې کوي.
"نړیوال مشران دې پر افغانانو درول شوې مرستې بېرته خوشې کړي"
په افغانستان کې د سېف د چېلډرن مشر کرېسټوفر نیامنډي په دغه رپوټ کې ویلي چې په یوازې ځان دوی ټول ماشومان نه شي ژغورلی، بلکې لاس نیوی دې یې وشي.
ښاغلي نیامنډي ویلي، "د ماشومانو ژغورنې ادارې په څېر بشري مرستندویه سازمانونه تر خپله وسه پوره هڅه کوي چې هره ورځ د لوږې له کبله د ماشومانو د مړینې مخه ونیسي، خو ریښتیا دا دي چې ډېر ماشومان له ژوند ګواښونکې لوږې سره مخ دي او موږ د ټولو د ژغورلو لپاره ډېر څه په لاس کې نه لرو".
کرېسټوفر نیامنډي همدا راز پر نړیوالو غږ کړی چې په دې برخه کې دې مرسته وکړي او له افغانستانه ستنې شوې مرستې دې بېرته ورخوشې کړي.
د ده په خبره، "هره ورځ داسې پرېکړو سره مخ کېږو چې زړونه رانه باسي. موږ کوم ماشوم وژغورو؟ دا ډېره ځوروونکې ده، نړیوال مشران د دغو ماشومانو د ژغورلو توان داسې لري چې دلته اقتصادي کړکېچ د هغو بشردوستانه او اوږدمهاله پرامختیایي مرستو په بیا پيل سره له منځه یوسي چې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې یې ایسارې کړې دي. خو دوی د دې لپاره د حل موندلو په برخه کې ډېر ورو عمل کوي او په پایله کې یې ماشومان مري."
د هلکانو پرتله نجونې ډېرې زیانمنېږي

د عکس سرچینه، Save The Children
د ماشومانو ژغورنې ادارې په خپل نوي رپوټ کې ویلي، پنځوس سلنه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.
د سېف د چېلډرن ډاکټرانو ډېره اندېښنه د نجونو پر وضعیت ښوولې او ویلي یې دي چې د هلکانو پر تله ځوانې نجونې له دې کبله هم ډېرې زیان لیدونکې دي چې د مور په توګه د شېدو ورکولو لپاره بشپړې تغذیې ته اړتیا لري خو اوس ترې بې برخې دي.
د دغه سازمان د مالوماتو له مخې د خوړو ناورین او کمښت یو بل لامل هم د افغانستان د اقتصاد سقوط یا پرځېدل دي چې بېکاري او بې وزلي یې له کبله ډېره شوې، د خوراکي توکو بیې اسمان ته ختلې دي او ډېرې کورنۍ د اوونیو اوونیو لپاره یوازې په وچې ډوډۍ او اوبو د ژوند ګوزاره کوي چې هغه هم کم ور رسېږي.
د ماشومانو ژغورنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي، کارپوهان هیله من وو چې د فصلونو راټولو موسمونه او اوړی به په افغانستان کې د لوږې چاره وکړي او ورسره کمه به شي خو روانې وچکالۍ حاصلات وځپل، کم یې کړل او ډېرۍ کلیوالې کورنۍ د خپلو او د خپلو ماشومانو د خېټو مړولو لپاره اړ شوې چې خپلې ځمکې او څاروي وپلوري.
دغه بنسټ د روغتیا، خوړو خوندیتوب، ښوونې او روزنې، د ماشومانو ساتنې، سرپناه برابرولو، روغتیا او د ژوند د ښه کولو په برخه کې په افغانستان کې کار کوي.
د سېف د چېلډرن مالوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال سپتمبر او واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې یې خپلو فعالیتونو ته دوام او په دې موده کې یې شاوخوا ۳.۳ میلیونه خلکو ته خدمات رسولي چې ۱.۸ میلیونه ماشومان دي.








