طالبان: پنجشېر کې وژل شوي کسان 'د جګړې په ډګر کې' وژل شوي دي

د افغانستان پنجشېر ولایت کې د طالبانو او مخالفو وسلوالو ترمنځ د جګړې او هلته د یو شمېر کسانو د وژل کېدو له رپوټونو وروسته طالبانو ویلي، دا کسان د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

طالبان دا وضاحت وروسته له هغه کوي چې یو شمېر رسنیو او خواله رسنیو کې ځینو کسانو یاده ډله پنجشېر کې د جنګي اسیرانو په وژنه تورنه کړې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بی بي سي ته ویلي، دا کسان دوه ورځې مخکې له غرونو را کښته شوي وو او هلته یې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي وو.

د نوموړي په خبره، د دې بریدونو په ځواب کې طالبانو سیمه کې تصفیه وي عملیات پیل کړل او په ترڅ کې یو شمېر وسلوالو مخالفین ووژل شول او له یو شمېر نورو پوښتنې، ګروېږنې روانې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل: " دوه - دریو ځایونو کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي او تر هغه به دوام کوي چې تښتېدلي کسان ونیول شي یا ووژل شي."

ښاغلي مجاهد په خپل ټویټر کې ادعا کړې، چې دې عملیاتو کې شاوخوا ۴۰ کسان وژلي او ۱۰۱ تنه یې ژوندي نیولي دي.

نوموړي په خپل ټویټ کې د د جبهې درې تنو قومندانانو فهیم، جواد او محمدیار نومونه هم یاد کړي دي.

پرون(دوشنبه،۱۲ د سپتمبر) د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې هم ادعا کړې وه، چې پنجشیر کې تېرو دوو ورځو کې ۶۳ طالبان وژلي دي.

له دې مخکې رپوټونو کې راغلي وو چې پنجشېر کې روانو نښتو کې خنج ولسوالۍ کې د ملي مقاومت جبهې یو قوماندان یار محمد له خپلو دوو زامنو او پنځو نورو ملګرو سره وژل شوی.

ځینو ځايي رسنیو او ژورنالیستانو ویلي وو چې دا کسان لومړی اسیر او وروسته بیا دره ولسوالۍ کې وژل شوي دي.‌

بله خوا د طالب جنګیالیو لخوا پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې یوه غرنۍ سیمه کې د څو کسانو مړي پراته دي.

یوه بله ویډیو کې بیا څو لاس تړلي کسان ښکاري چې طالب وسله وال یې بدرګه کوي او وايي تسلیم شوي‌ دي.

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې تر اوسه رسمآ‌ پنجشېر کې د خپلو پلویانو او د یو قومندان د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د دوشنبې پر ورځ د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي بي بي سي ته ویلي وو چې د دوی "چریکانو" تېرو دوه ورځو کې پنجشېر کې ۶۳ طالبان وژلي دي.

هغه زیاته کړې وه، د طالبانو له اړخه د جګړې مشري مستقیمآ د دې ډلې د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر کوي او ګواکې له سویل او سویل ختیځه یې زرګونه وسله وال دغه ولایت ته ور غوښتي دي.

خو د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق بیا بي بي سي سره خبرو کې د دوی وسله والو ته د مرګژوبلې اوښتلو او دغه ولایت ته د نورو ځواکونو د استول کېدو ادعاوې په بشپړ ډول رد کړې وې.

طالبانو څو اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې ملا عبدالقیوم ذاکر پنجشېر او اندرابونو لپاره پوځي‌ قوماندان ټاکل شوی دی.دی.