تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د پنجشیر او اندرابونو لپاره نوي امنیتي چارواکي ګومارلي دي
طالبانو د خپلې کابینې د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر ته په پنجشیر او اندرابونو کې یوه مهمه امنیتي دنده ورسپارلې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې پر ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د یو لړ نویو ګومارنو د اعلان ترڅنګ ویلي، ملا عبدالقیوم ذاکر یې "د پنجشیر ولایت او اندرابونو د عمومي نظامي مسؤل په توګه او ملا محمد طیب حقاني یې د پنجشیر ولایت د امنیه قوماندان په توګه ګومارلي دي.
طالبان داسې حال کې پنجشیر او اندرابونو لپاره د نويو امنیتي چارواکو د ټاکل کېدو خبر ورکوي چې دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو او 'ملي مقاومت جبهې' په نامه د طالبانو مخالفې ډلې ترمنځ د سختې جګړې رپوټونه ورکړل شوي.
ملې مقاومت جبهې څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې پنجشنېر کې یې لسګونه طالبان نیولي او یو شمېر یې مخامخ جګړه کې وژلي هم دي.
یادې جبهې وروسته اعلان وکړ چې یو شمېر نیول شوي طالبان یې بېرته خوشي کړي، خو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه هېڅ هم نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت له لوري د نویو بدلونونو په نوملړ کې د ځینو نورو ولایتونو د سیمه ییزو او امنیتي ادارو د چارواکو نومونه هم لیدل کېږي.
عبدالقیوم ذاکر د طالبانو یو له پیاوړو قوماندانانو شمېرل کېږي او د دفاع وزارت مرستیال او نظامي مسؤل هم دی. نوموړي په نویمه لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم مهمې دندې درلودې.
دا نوې ګومارنې داسې مهال اعلانېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده څو ورځې وړاندې کندهار کې د دغې ډلې د مشرانو او قومي مخورو په غونډه کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د پنجشیر له خلکو سره باید"ښه چلند" وشي.
د طالبانو مشر ویلي:"زه مجاهدینو (طالبانو) ته وایم چې د پنجشېر له خلکو سره په درنښت چلند وکړئ، دوی له څلوېښت کلونو راهیسې زموږ پر ضد تبلیغات کوي او تاسو ته د دوښمن په سترګه ګوري، د ځان په اړه د ځوانانو فکر بدل کړئ".
سره له دې چې طالبان دا مهال پر ټول افغانستان واکمن دي، خو پنجشېر او اندرابونو کې د دې ډلې پر ضد ځای ځای وسلوال مقاومتونه او بریدونه کېږي.
یو شمېر نړیوالو ادارو پر طالبانو تور لګولی چې یادو سیمو کې یې د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال جنګي جرمونه کړي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي.
خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي او دا هم نه مني چې ګواکې د دوی پر ضد دې کوم منظم وسلوال مقاومت روان وي.
ملا عبدالقيوم ذاکر څوک دی؟
ملا عبدالقیوم ذاکر په اوس کې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال دی، او تېر کال اګسټ کې کابل ته د طالبانو له ورتګ سره د هغه اړوند وسله وال ټولی لومړني طالبان وو چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل.
۴۹ کلن ملا عبدالقیوم ذاکر چې پر عبدالله غلام رسول یادېږي، د هلمند کجکي ولسوالۍ قاضي خېلو سیمه کې زيږېدلی. د هلمند په زمیندارو بابا کلي او د بلوچستان په کچلاغ کې د مولوي محمد نبي په مدرسه کې دودیزې دیني زده کړې کړې دي.
د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د غورځنګ له لومړنیو وسله والو کسانو یو و چې وروسته د دفاع وزارت اړوند د پوله ساتو ځواکونو قومندان، د لوی درستیزۍ مرستیال او له ۲۰۰۱ کال وړاندې د طالبانو د واکمنۍ وروستیو کلونو د شمال جبهې قومندان و.
د طالب واکمنۍ د پرځېدو شېبو کې د ازبک ملېشو مشر عبدالرشید دوستم ته په لاس ورغی چې له نورو طالب مشرانو سره یو ځای امریکایي پوځيانو ته وسپارل شو او درې کاله د کیوبا ټاپو په ګوانتنامو پوځۍ اډه کې زنداني و.
له خوشې کېدو سره سم بېرته د طالبانو له لیکو سره ملګری شو. هغه په خپله پلرنۍ سیمه هلمند کې د سختو جګړو پر مهال د طالب وسله والو مشري وکړه.
داسې اټکل و چې دی به د طالبانو نوي چارسمبالي حکومت کې چې د تېر کال د اګسټ وروستیو کې اعلان شو د دفاع وزیر وي، خو هغسې ونشوه. دی په تېر یوه کال کې هېڅ ځای په ډاګیزو غونډو او ناستو کې نه لیدل کېږي او نه هم له رسنیو سره غږېدلی.