تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په جنسي ځورونې تورن کرام الدین کریم او د طالب چارواکي لیدنه؛ خواله رسنیو کې تود بحث پیل شوی
د افغانستان د فوټبال فدارسیون پخواني مشر کرام الدین کریم چې د فوټبالي نجونو په جنسي ځورونه او تېري تورن دی، د طالبانو حکومت د کابل له والي سره یې د ولایت په مقام کې لیدلي دي.
د کابل ولایتي ادارې بي بي سي ته منلي چې د کابل والي "ندامحمد ندیم" د تاجکو قوم له یو شمېر مشرانو سره لیدنه لرله چې په ډله کې یې ښاغلی کریم هم شامل و.
د دغې ليدنې عکس پر خواله رسنيو خپور شوی چې ګڼ غبرګونونه يې راپارولي دي. ځينې کسان وايي د دې پر ځای چې نوموړی "محاکمه" شي له چاراوکو سره ګوري.
خو د کابل والي ویاند قاري ضیاالله هاشمي بي بي سي ته وویل، پر ښاغلي کریم لګېدلیو تورونو ته رسېدنه د عدلي او قضايي ارګانونو دنده ده او د دوی د ولایت دروازه د ټولو افغانانو پر مخ خلاصه ده.
د فوټبال نړیوال فدراسیون کرام الدین کریم پر هغه له لګېدلو تورونو وروسته، نوموړی یو میلیون ډالر جریمه کړی او د ټول عمر لپاره یې له فوټبالي فعالیتونو بند کړی دی.
د افغانستان د پخواني حکومت لویې څارنوالۍ ښاغلی کریم د جنسي تېري، جنسي ځورونې او له خپلو واکونو څخه د ناوړه استفادې د تورونو له امله لومړی هغه ممنوع الخروج او بیا یې د نیولو امر ور کړ.
پر ښاغلي کریم او د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر یو شمېر نورو نارینه چارواکو تور لګېدلی چې د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ځینې لوبغاړې یې په جنسي او فزیکي توګه ځورولې دي.
خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون او پخپله ښاغلي کریم دا تورونه په کلکه رد کړي دي.
پر کرام الدین کریم د تورونو له لګېدو وروسته هغه خپل پلرني ځای پنجشیر ته وتښتېد چې د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅه کړی وه، خو بریالي شوي نه وو.