د کرام الدین کریم مدافع وکیل غواړي د جنسي ځورونې دوسیه وتړل شي

د افغانستان فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم مدافع وکیل د د پر وړاندې د جنسي ځورونې د دوسیې تړل غواړي.

آیفو زیګمونډ په دې باور دی چې د فوټبال نړيوال فدراسیون یا فیفا له خوا پر ښاغلي کریم پورې شوي تورونه حقیقت نه لري، ځکه د ده په وینا دا یوه خیالي دوسیه او داسې لوبه ده چې مقابل لوری یې مشخص نه دی.

کرام الدین کریم د فوټبال د ښځینه ملي لوبډلې د یو شمیر غړو د جنسي ځورلو په تور د فیفا له خوا ملامت وببل شو او د نقدي جریمې تر څند د فوتبال لوبې نه عمري منع شو. خو نوموړی خپله دغه تورونه ردوي.

ایفو زیګمونډ نن کابل کې خبریالانو ته وویل، له یوې اوونۍ راهیسې د ښځو فوټبال ملي لوبډلې له ځینې لوبغاړو، د دې لوبډلې د پخواني مشر او روزونکي او د انساني حقونو خپلواک کمېسیون سره خبرې کوي.

د هغه په خبره، فیفا په دې برخه کې یوازې دوه مخه سند لري چې د ده په خبره، کیسه پکې لیکل شوې، خو د ځورول شویو نوم، پته او د تور وخت معلوم نه دی.

ښاغلي زیګمونډ زیاته کړه، باید د دوی نوم واخیستل شي او په دې برخه کې دې مالومات ورکړي او یا خو د فیفا سند اعتبار نه لري.

هغه وویل "زما لپاره دا داسې جالبه ده چې فکر کوم د ښاغلي کریم مقابل کې پېریان دي، یاني هیڅ کس مالوم نه دی چې مقابل کې څوک دی او پوهېږو چې له پېري سره جګړه، چې نشته ډېره مشکله ده. موږ هڅه کوو او غواړو هغه کسان چې نشته معرفي کړو چې راشی اومعلومات را کړي."

د کرام الدین کریم مدافع وکیل دا هم وايي، چې ښاغلي کریم لا هم له فیفا سره اړیکه نه ده نیولې او د دې ادارې پرېکړه ناعادلانه ده.

ښاغلی زیګمونډ داسې نجلۍ یادوي چې د فوټبال فدراسیون د جنسې ځورونې د تورونو دوسیه کې یې نوم شته، خو د ده په خبره، د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې تاریخ کې هم نه داسې نوم شته او نه دا لوبغاړې دې ډله کې شته.

دغه مدافع وکیل زیاتوي دا دوسیه د ورزش سترې محکمې ته وړي چې فیفا هلته ځواب ووايي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګاردین اووه میاشتې مخکې ولیکل چې د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکي د ښځینه فوټبال لوبډلې د غړو په جنسي او فزیکي ځورولو تورن دي.

د افغانستان د مېرمنو د فوټبال لوبډلې پخوانۍ کېپاتې خالده پوپلزۍ چې پر ۲۰۱۶ کال کډواله شوې او اوس ډنمارک کې اوسی، د دې لوبډلې له پخوانۍ امریکایي روزونکې سره ګارډین ته ویلي و چې افغانستان کې سیستم ته په پام یې احساس کړه چې د فوټبالرو نجونو ملاتړ نه شي کولی.

وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې برخه کې پلټنې وکړې او ښاغلی کریم او څو نور کسان یې ممنوع الخروج اعلان کړل، بیا دې ادارې وویل چې د ښاغلي کریم د نیولو حکم یې کړی دی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر د دې دوسیې په تړاو ملامت بللی او د فوټبال برخه کې یې د ټول عمر لپاره له فعالیت منع کړی او هم یې نژدې یو میلیون ډالر جرمانه کړی دی.

د فیفا اخلاقي کمېټه دې پایلې ته رسېدلې چې ښاغلي کریم له خپلې دندې ناوړه ګټه اخیستې.

څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت هم وویل چې پولیسو ته یې د کرام الدین کریم د نیولو حکم ورکړی دی.

خو د نوموړي مدافع وکیل د کرام الدین کریم په تړاو تورونه (مي ټو) ته ورته لوبه بولي او د دې دوسیې تړل کېدل غواړی.

مي ټو پر امریکا او بیا هند او نورو نړۍ کې هغه ټوېټري هشتګ دی چې پکې کال مخکې ښځو چارواکي په کاري ماحول کې په جنسي ځورونو تورن کړل.