لویې څارنوالۍ فوټبال فدراسیون مشر او ۵ غړو دندې وځنډولې

د افغانستان لویې څارنوالۍ بي بي سي ته ویلي، چې د فوټبال فدراسیون کې له ښځینه لوبغاړو سره د جنسي ځورونو تر ارزونې وروسته د دغه فدراسیون د مشر په ګډون د پنځو غړو دندې ځنډول شوې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د بي بي سي نصیر بهزاد ته ویلي، د فدراسیون د مشر کرام الدین کریم، سکرتر جنرال، مرستیال او د ګول ساتونکو د کمېټې د مشر او همدارنګه د ولایتونو د اړیکو د مسؤول دندې یې ځنډولې دي.

ښاغلي رسولي دا هم ویلي چې د دندو دا ځنډونې تر هر اړخیزه او بې پرې څېړنو وروسته شوې دي:

"دې پلاوي هوډ وکړ او لوی څارنوال ته یې وړاندیز وکړ چې د فوټبال فدراسیون د مشر، مرستیال، سکرتر جنرال، د ګول کيپرانو کمېټې د مشر او ولایتونو سره د اړیکو د مسؤول دندې دې وځنډول شي، لوی څارنوال دا وړاندیز ومانه، دا په دې معنی چې د دغو پنځو کسانو دندې ځنډول شوې او زموږ د همکارانو څېړنې ګړندۍ او په زغرده روانې دي."

۵ که ۶؟

د افغان ولسمشر یوه ستر سلاکار فضل محمود فضلي هم وړاندې پر ټویټر لیکلي وو چې: "د ادعاوو له څېړلو وروسته، د افغانستان لویې څارنوالۍ ددې هېواد د فوټبال فدراسیون د مشر په ګډون ددې فدراسیون د ۶ غړو دندې ځنډولې دي."

د روانې ډیسمبر پیل کې د فوټبال نړیوالې سمبالوونکې ادارې "فیفا" چارواکو وویل، د افغانستان د سپورتي چارواکو د دغه هېواد د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورونې د تورونو پلټنه یې پیل کړې ده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه تورونه بې بنسټه بللي او په کلکه یې رد کړي دي.

دې فدراسیون په خپل فیسبوک پاڼه په دې اړه خپور کړي غبرګون کې ویلي د دا ډول کړنو پروړاندې هېڅ ډول زغم نه لري. په خپور شوي غبرګون کې ویل شوي چې که بېلګې او معلومات ددوی لاس ته ورشي نو له ځنډ پرته به څېړنه کوي او هغه کسان به د قانون منګلو ته سپارل کیږي چې دا ډول سرغړونه یې کړې وي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي منشي وویل، لګېدلي تورونه د یو کال وړاندې هغه وخت خبره ده چې د دغه هېواد ښځينه لوبډلې په اردن کې سیالۍ کولې.

بل لور ته د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزۍ له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې چې له ښځینه لوبغاړو ناوړه غوښتنې کېدلې:

"د فوټبال فدراسیون کارکونکو او روزونکو په ډېرې اسانۍ کولای شوای چې نجونې وځوروي. له نجونو به یې ناوړه غوښتنې کولې. غوښتل یې له نجونو سره همبستر شي."

دا تورونه ګڼو مخکنیو لوبغاړو او د ښځینه لوبډلې د امریکایۍ سر روزونکې کیلي لینزي له خوا لګول شوي دي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ هم بي بي سي ته ویلي وو چې فوټبال کې له نجونو سره د جنسي ځورونې په اړه ټاکل شوي پلاوي جدي څېړنې پیل کړې دي.

د فوټبال د ښځینه لوبغاړو له شکایتونو وروسته د نورو ورزشي برخو ښځینه لوبغاړو هم د خپلو ورته تجربو خبرې په ډاګه کړي دي.

بهرني سفر کې د ښایست معیار

څو ښځینه لوبغاړو چې نه یې غوښتل خپل او د فدراسیون نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، د ګمارنې او نورو هېوادونو ته د تګ پرمهال په لفظي او ان فزیکي ډول ځورول کېږي.

دوی وایي، بهرنیو هېوادونو ته د سفر لپاره د ښځینو لوبغاړو معیار کله نا کله ښایست وي، نه وړتیا.

د ښځینه لوبغاړو ځورونه په ملي شورا کې هم یاده شوې، مشرانو جرګې او ولسي جرګې اړوند کمیسیون ته دنده ورکړه وه چې موضوع په جدي ډول وڅېړي.