تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان لویه څارنوالي له ښځینه لوبغاړو سره د جنسي ځورونې تورونه څېړي
د افغانستان لویې څارنوالۍ او د فوټبال فدراسیون د فوټبال ښځینه لوبډلې له لوبغاړو د ناوړه جنسي ګټه اخیستنې تورونو څېړل پيل کړي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي دا تورونه بې بنسټه بولي او ادعا یې دا ده چې د اسلامي پوښښ اجباري کېدو له امله مطرح شوي دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکو د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه بې بنسټه بللي.
د دغه فدراسیون عمومي منشي علي رضا اقازاده وايي، په دې تړاو یې د فوټبال له نړیوال او آسیايي فدراسیونونو سره ګډه څېړنه پیل کړې ده.
له دې مخکې د فوټبال نړیوالې سمبالوونکې ادارې "فیفا" چارواکو وویل، د افغانستان د سپورتي چارواکو د دغه هېواد د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورونې د تورونو پلټنه یې پیل کړې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي منشي وویل، لګېدلي تورونه د یو کال وړاندې هغه وخت خبره ده چې د دغه هېواد ښځينه لوبډلې په اردن کې سیالۍ کولې:
" د اردن له سفر نه تقریبا یو کال تېرېږي، په دې موده کې هېڅ غبرګون، هېڅ خبره نه وه. د افغانستان فوټبال فدراسیون ته، د فوټبال نړیوال او آسیايي فدراسیونونو او رسنیو ته هېڅ ډول اطلاع ونه رسیده. خو دا چې ځینې لوبغاړې د روزونکي په پرېکړه لوبو ته نه بلل کېږي او اته میاشتې کېږي کارکوونکي تبدیل شوي او له امتیاز نه بې برخې شوي، نو دا ډول تورونه لګول کېږي"
بل لور ته د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزۍ له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې چې له ښځینه لوبغاړو ناوړه غوښتنې کېدلې.
"د فوټبال فدراسیون کارکونکو او روزونکو په ډېرې اسانۍ کولای شوای چې نجونې وځوروي. له نجونو به یې ناوړه غوښتنې کولې. غوښتل یې له نجونو سره همبستر شي"
دا تورونه ګڼو مخکنیو لوبغاړو او د ښځینه لوبډلې د امریکایۍ سر روزونکې کیلي لینزي له خوا لګول شوي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه تورونه بې بنسټه بللي او په کلکه یې رد کړي دي.
دې فدراسیون په خپل فیسبوک پاڼه په دې اړه خپور کړي غبرګون کې ویلي د دا ډول کړنو پروړاندې هېڅ ډول زغم نه لري. په خپور شوي غبرګون کې ویل شوي چې که بېلګې او معلومات ددوی لاس ته ورشي نو له ځنډ پرته به څېړنه کوي او هغه کسان به د قانون منګلو ته سپارل کیږي چې دا ډول سرغړونه یې کړې وي.
په یو شمېر دولتي ادارو کې د نجونو او مېرمنو ځورول د ولسمشر غني له دې ژمنې سره سره پرځای پاتې ده چې دغه کلتور به پای ته رسوي.
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین لیکلي چې ددې تورونو له امله د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې بنسټیز ملاتړ کونکې کمپنۍ هومل سمدستي خپل ملاتړ ځنډولی او غوښتنه یې کړې چې ددې فدراسیون لپاره دې نوی مشر وټاکل شي.
د سپورټي جامو دغې ډنمارکۍ کمپنۍ ویلي د افغانستان د فوټبال فدراسیون مالي څانګې د نارینه کارکونکو لخوا د ښځینه لوبغاړو د ذهني، فزیکي، جنسي او توپیري چلند په برخو کې د ځورونې جدي ادعاوې تر دوی رسول شوې دي.
د ګارډین ورځپاڼې د رپوټ له مخې د افغانستان د ښځینه فوټبال اړوند پخوانیو لوړپوړو چارواکو ورته ویلي دا سرغړونې د ښځینه فوټبال فدراسیون په مرکز او له افغانستان نه د باندې د روزنې پرمهال شوې دي.
په بېلابېلو برخو کې له ښځو سره توپیري چلند د افغان مېرمنو پروړاندې په تېره د هغو لپاره چې دندې لري لوی خنډ بلل کیږي.
شاوخوا دوه کاله وړاندې د څو دولتي ادارو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له ښځو سره توپیري او ناوړه چلند مخه ونیول شي.