تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو فوټبال: ازبکستان افغانستان ته په ۲۰ ګولونو ماتې ورکړه
د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجیکستان او قرغیزستان په ګډون د مرکزي آسیا د هېوادونو د فوټبال لوبډلو تر منځ سيالۍ له پرون راهیسې پیل شوې او ټاکل شوې د روان ميلادي کال د ډسمبر تر لومړۍ نېټې د ازبکستان پلازمينه تاشکند ښار کې روانې وي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو تن تخنيکي مسؤل طاهر رؤوفي بي بي سي ته وویل، د افغانستان د ښځينه فوټبال د لوبډلې د لوبې ګټل او بایلل مهم نه دي، مهم د افغانستان حالاتو ته په کتو په نړیوالو سپورتي ډګرونو کې د هغوی حضور دی.
د فوټبال ملي لوبډله لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې د کورنيو او بهرنیو لوبغاړو په ګدون جوړه شوه. يادې لوبډلې په هماغه کال په پاکستان کې په یوه تورنمنټ کې ګډون وکړ او له واره يې دویم مقام خپل کړ.
په وروستیو کلونو کې افغانستان په سويلي آسیا کې له سياليو راوتلی او د مرکزي آسیا له هېوادونو سره سيالۍ کوي. ښاغلی رؤوفي وايي د سویلي اسیا او مرکزي آسیا فوتبال ډېر توپیر لري او د افغانستان لپاره دا ماته ډېره د تمې خلاف نه وه.
د تېر مازدیګر په لوبو کې د افغانستان ملي لوبډلې له ازبکستان لوبډلې (۲۰) ګولونه وخوړل چې دا ماته د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې په تاریخ کې بې سارې ده.
یوه بل کارن عطا امین بيا دغې ماتې ته په اشارې ليکلي: " هېڅ پروا نه کوي، دا ماتې تجربه کېږي".
هغه وړاندې ليکلي: " په دې سختو شرایطو کې چې زموږ خويندې ډګرونو ته وځي د ستاینې وړ ده. سم امنیت نشته، پر وړاندې يې ګڼې ستونزې او خنډونه دي، خو بیا هم دوی د مرکزي آسیا له ځواکمنو لوبډلو سره لوبه کوي".
د ټاکل شوي پلان له مخې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله د یکشنبې په ورځ د ایران د فوټبال د ښځینه لوبډلې پر وړاندې سيالۍ ته وځي. د سه شنبه په ورځ به د قیرغیزستان او د راتلونکې اونۍ په شنبه ورځ به د تاجکستان له ښځینه ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
د افغانستان د ښځینه فوټبال د لوبډلې مخینه
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال کې د سوېلي آسیا د هېوادونو د ښځینه وو په سياليو کې په بنګلدېش کې ګډون وکړ او د دغو سياليو ډلهییز پړاو ته لار موندلو پاتې شوې.
په ۲۰۱۲ کال کې سرېلانکا ته لاړې او هلته يې پاکستان ته د څلور صفر ماتې په ورکولو او له مالدیف سره له مساوي کولو وروسته نيمه پایلوبې ته لاره ومونده او په دې سياليو کې یې څلورم مقام خپل کړ.
د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله په ۲۰۱۲ کال کې د سوېلي آسیا د هېوادونو په سيالیو کې له ګډون وړاندې په دوحه کې د قطر د ښځو له لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته ووتلې او دا لوبډله يې دوه صفر ماته کړه.
دغې لوبډلې په ۲۰۱۴ کال کې د سوېلي آسیا د ښځو په سياليو کې په ایران، امریکا او اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له منځه د ۹ لوبغاړو او د افغانستان ل کورنيو فوټبال کلبونو څخه د ۱۱ لوبغاړو په لرلو سره پام وړ نتیجه تر لاسه نکړه.
د افغانستان لوبډله د بنګلدېش، مالدیف او هند له خوا له سختو ماتو خوړلو وروسته له ډلهییز پړاوه حذف شوه.
په ۲۰۱۶ کال کې هم د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې په هغو سياليو کې چې د هند، نيپال، مالدیف، سرېلانکا او بوتان د لوبډلو تر منځ وشوې هېڅ بريا ونکړه او په خپله دویمه سيالۍ کې يې بنګلدېش څخه شپږ- صفر ماته وخوړه او له لوبو ووته.