ملي مقاومت جبهې پنجشیر کې د خپلو کسانو د سر پرې کېدو ادعا کړې؛ طالبان يې ردوي

د "ملي مقاومت جبهې" په نامه افغانستان کې د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې ادعا کړې چې طالبانو یې پنجشیر کې درې تنه وژلي او سرونه یې ور پرې کړي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې او وایي، داسې هېڅ کومه پېښه نه ده شوې.

د يادې جبهې ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ ته ویلي درې تنه یې طالبانو د یوه وسله وال کمین پر مهال نیولي وو، چې ورځ وروسته یې په سختۍ وژلي او سرونه يې ترې پرې کړي دي.

ښاغلي احمدي ویلي "دغه ځوانان چې فیض اغا، احمد تمیم او جان ګل نومېږي د پنجشېر ولایت مرکز بازارک د (کرباشي) سیمي اصلي اوسېدونکي وو"

مقاومت جبهې دا وژنې د جنایت په توګه یادې کړې دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي ته ویلي، "دامطلق تبلیغات دي، دا دوښمن تبلیغات دي، د اسلامي امارت په قاموس کې دا نشته چې د چا سر پرې کړي."

هم مهاله په پنجشیر کې له طالب مخالفه ډلو سره د اړیکو په تور د لسګونو کسانود نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د جرمني خبري اژانس ویلي داسې ویډیو يې ترلاسه کړې چې ګڼ نیول شوي کسان د پنجشیر ولایتي زندان ته وړل کېږي.

پنجشیر کې د طالبانو والي ابوبکر صدیق منلې چې له ۳۰ تر ۴۰ کسان د طالبانو له لوري نیول شوي خو دا چې په کوم تور او د کومې کچې کسان دي لا روښانه شوې نه ده.

په تېر کې هم پر طالبان تور لګول شوی و چې د افغانستان پنجشیر او بغلان کې یې د خپلو مخالفینو د ځپلو په پلمه ځايي خلک کړولي.

طالبانو هغه مهال هم دغه ادعاوې رد کړې وې او ویلي وو، ځېنې بهر میشتي پخواني چارواکي پر خواله رسنیو د جګړې اور بلولو ته کار کوي.