پنجشېر او بغلان کې د طالبانو او مخالفو ډلو نښتې؛ د وسلوالو او ولسي خلکو د وژل کېدو ادعاوې کېږي

د افغانستان په پنجشېر او بغلان ولایتونو کې د طالبانو او د دې ډلې د وسلوالو مخالفینو ترمنځ نښتې دوام لري او دواړه خواوې یو بل ته د مرګژوبلې د اړولو ادعا کوي.

طالب مخالفې ډلې وایي، له څو ورځو راهیسې یې د یادو ولایتونو بېلابېلو سیمو کې طالبانو سره نښتې روانې دي، خو طالبان لا هم هلته د جګړې رپوټونه ردوي او وایي، سیمه کې یوازې د چاڼیز عملیات دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سه شنبه بي بي سي ته وویل، دا عملیات وروسته له هغه پیل شوي چې له اختر مخکې د پنجشېر دره ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو رېنجر موټر برید وشو او وسلوالو ته یې مرګژوبله واوښته.

خو د دوشنبې پر ورځ د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې تائید کړه چې د پنجشېر جګړه کې لږ تر لږه شپږ طالبان وژل شوي دي.

په ورته مهال د افغانستان په سویل کې ځینو طالب سرچینو هم بي بي سي سره خبرو کې منلې ده چې د پنجشېر او اندراب له جګړو لږ تر لږه د پنځلس طالبانو مړي هلمند او کندهار ته لېږدول شوي.

دغه سرچینې وایي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو قومندان هم شامل دی.

پر خواله رسنیو هم داسې ویډیو کلپونه خپاره شوي پکې ظاهراً د طالب وسلوالو مړي ښکاري چې په چورلکو کې لېږدول کېږي، خو مالومه نه ده چې دا کلپونه د تازو نښتو پر مهال اخیستل شوي او که پخواني دي.

د ولسي کسانو د شکنجې او وژنې ادعاوې

بل لور دې د 'ملي مقاومت جبهې' په نامه د طالبانو مخالفه ډله او همدا راز د 'ازادۍ جبهې' په نامه یوه بله ډله ادعا کوي چې طالبانو د تېرو څو ورځو جګړې په ترڅ کې یو شمېر ولسي کسان هم وژل دي.

دوی وایي، طالبانو د پنجشېر عبدالله خېل درې په ځینو کلیو کې د ماشومانو به ګډون ولسي خلک په نښه کړي، په خپلواکه توګه د دې ادعاو تائیدول ګران دي.

خو د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق بي بي سي سره خبرو کې دا ادعاوې رد کړې. نوموړی وایي، پر خوالو رسنیو چې د ولسي کسانو د وهلو ټکولو کوم ویډیو کلپونه خپاره شوي هغه پخواني دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم بی بي سي سره خبرو کې د ولسي کسانو د وژنې یا شکنجې ادعاوې رد کړې.

نوموړی وایي، سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي او ښایي له یو شمېر خلکو نه پلټنې شوې وي، خو ولسي خلک نه دي ځورول شوي.