له افغانستانه د کدرونو تېښته: د ۳ پوهنتونو ۴۰۰ استادان له هېواده وتلي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حفیظ الله معروف، روډري ډېوېس، یوهانیس ډيل
- دنده, بي بي سي، لندن
پوهنمل منصور ( اصلي نوم یې نه دی) په کابل پوهنتون کې د طالبانو د بیا واکمنۍ پرمهال څو میاشتې خپله دنده مخ ته وړله. دا داسې مهال و چې ځینې پوهنتوني استادان پوهنتونونو ته تلل خو محصلان پوهنتونونو ته نه پرېښودل کېده.
هغه خپلې دندې سره مینه لرله، خو تېر اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ سره هر څه واوښتل. دی وايي د دغې ډلې واکمنېدو ټول هک پک کړل او د "خپل تعبیر اسلامي اصول" یې پليکړل، وروسته یې ورو ورو د هغه څه په له منځه وړلو پیل وکړ چې تېر شلو کلونو کې د ولسواکۍ پرمهال تر لاسه شوي وو.
"ارزښتونه، د مسلکي کارمنانو خوبونه او هغه څه چې موږ ورته کار کړی و او ژوند مو پرې پایېده، یو دم ورک شول. دا ډېره دردونکې ده. موږ نهیلي وو او دا هر څه مو په خپلو سترګو لیدل."
په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا له برید سره طالبان له واک و پرځول شول. طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې په کاري ځواک کې د ښځو رول محدود کړ، له زدکړو یې اېسارې کړې او د تعلیم ځینې برخې چې په خپل تعبیر یې نااسلامي بللې، بندې کړې.
خو اوس یې چې پر واګو بیا منګولې ټینګې کړې، یو ځل بیا یې پر ازادیو محدودیتونه ولګول. داسې حال چې دا هېواد له اقتصادي بندیزونو او ډېرېدونکو مالي ستونزو کړېږي، استاد منصور له ځان سره پتېلې وه چې د کورنۍ راتلونکې یې له ګواښ سره نه شي مخ کولی.
نوموړی وایی، له ځینو نورو ملګرو سره یې د خطر احساس کاوه. "طالبانو موږ په بېلا بیلو نومونو نومولو، د لوېدیځ کولتور ترویجونکي یې بللو. زموږ لپاره دا ښه حالت نه و."
طالبانو تل ویلي چې عمومي بښنه یې کړې او ادعا کوی چې هیچاته ګواښ نه پېښوي.
پوهنمل منصور ته په فیبرورۍ کې مالومه شوه چې باید له وطنه ووځي او دې همدې موخې لپاره یې هڅې پیل کړې. بلاخره د جرمني د کلتوري پروګرامونو له لارې له کورنۍ سره هغه هېواد ته کډوال شو.
د کدرونو تېښته

ښاغلی منصور له افغانستانه د پوهنتوني استادانو او زده کوونکو د تېښتې د هغې پراخې لړۍ برخه ده چې له ښوونیزې سکتوره روان دي. فاطمه (اړول شوی نوم یې دی) په هرات پوهنتون کې چې د افغانستان له معتبرو پوهنتونونو بلل کېږي، استاده وه. د دغه پوهنتون نژدې نیمايي زده کوونکي نجونې دي. نوموړې چې اوس په فراسه کې ده، وایی:
" تاسې به وګورئ د افغانستان ښوونیز سیستم وپرځي، دا بهیر له وړاندی پیل شوی دی. د کدرونو فرار په یو ځای کې نه دی، له افغانستانه په خورا لوی شمېر خلک تښتي. نه یوازې خپله له وطنه وځي، بلکې خپلو ماشومانو سره کډې بار دي."
" بنسټونه به څوک چلوي، حکومت به څوک مخ ته وړي؟ د هېواد ابادۍ لپاره کارپوهانو او مسلکي خلکو ته اړتیا ده"
بي بي سي ته مالومه شوې چې له افغانستانه د کدرونو تېښتې پر ښوونیز سکتور خورا ډېر اغېز کړی دی. د افغانستان په درېیو لویو پوهنتونونو- کابل، هرات او بلخ کې له څلورو نژدې یوه برخه استادانو خپلې دندې پرېښي او له دغه هېواد وتلي دي.
یوازې له کابل پوهنتونه چې نژدې ۸۲۰ استادان یې لرل، ۲۵۴ یې بهر ته تللي دي. دغه پوهنتون چې د افغانستان تر ټولو ستر هغه بلل کېږي، څه باندې ۲۰،۰۰۰ زده کوونکي پکې په زدکړو بوخت دي.
هرات پوهنتون چې څه نا څه ۴۰۰ ښوونکي یې درلودل، شاوخوا ۸۰ استادان ترې تللي دي، او بلخ پوهنتون کې چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې پکې نژدې ۴۰۰ استادانو تدریس کاوه، اوس ترې څه نا څه ۶۵ ښوونکي تللي دي. په بلخ پوهنتون کې څه باندې ۱۴۰۰۰ او هرات پوهنتون کې نژدې ۱۶۵۰۰ زده کوونکي په زدکړې کوي.
طالبانو بي بي سي ویلي، د استادانو کمېدل یوه ستونزه ده خو پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، ټینګار کوي چې حل لار ورته پیدا کوي. سره له دې چې موږ له طالبانو وپوښتل چې د تېر کال په موده کې په پوهنتونونو کې د استادان او محصلانو په شمېر کې د بدلونونو په اړه مالومات راکړي، خو ډډه یې کوله.
د تیر حکومت پر مهال داسې طرحه جوړه شوې وه د پوهنتونونو استادان باید لږ تر لږه د ماسترۍ تر کچې زدکړې ولري او د لسانس د کچې هغه استادان چې پخوا ګومارل شوي وو، باید تر پنځو کلونو لږ تر لږه د ماسټرۍ د کچې زدکړې وکړي. د همدې موخې لپاره هر کال میلیونه ډالره بهر کې د لوړو زدکړو لپاره پوهنتوني استادانو ته ځانګړې شوي وو. خو په ځینو پوهنتونو کې اوس بیرته د لسان د کچې ګومارنې پیل شوې دي او ځینو استادانو په باور دلیل یې دا دی چې د ماسټرۍ او دوکتورا د کچې ښوونکي نه پیدا کېږي.
د پاتې کېدو ناخوندي احساس

د عکس سرچینه، SHABNAM
شبنم صالحي په امریکا او کابل کې ګډه ماسټري کړې. هغه په کابل پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي استاده او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړې وه. وايي دا چې د بشري حقونو لپاره یې خپل غږ پورته کاوه، افغانستان یې د خپل ځان لپاره خوندي نه احساساوه.
اغلې صالحي چې اوس د کاناډا په اوټاوه پوهنتون کې د میلمه استادې دنده لري، وايي په پوهنتونونو کې پر خالي شویو بستونه طالب پلوي او نامسلکي کسان ګومارل شوي دي. "محصلانو لپاره داسې ښوونکي ګومارل شوي چې له مسلکي پلوه سم نه دي روزل شوي."
خو د کابل پوهنتون کې د طالبانو د حکومت مشر اسامه عزیزي بي بي سي ته وویل "د ښوونکو د ګومارنې بهیر د پخوا په څېر روان دی."
د کابل پوهنتون یو چارواکی وايي، له نژدې ۲۵۰ تشو بستونو یې یوازې پر ۵۰ نوي ښوونکيګومارلي دي.
بي بي سي په کابل پوهنتون کې په همدې اړه له ځینو محصلانو سره هم غږېدلې. د دغه پوهنتون ځینې محصلان وايي، ډېرئ هغه استادان یې چې د دوکتورا تر کچې یې زدکړې درلودې او د تدریس کلونه کلونه تجربه یې لرله، تیر یوه کال کې وتلي دي.
مرضیه چې د کابل پوهنتون په یوه پوهنځي کې د څلورم کال محصله ده وايي "اوس مسلکی استادان لږ لرو. دا ډېره نهیلي کوونکې ده چې پوهنځیو تر ټولو وړ استادان له لاسه ورکړل. نوی استادان تجربه نه لري او د پخوانیو ځای نه شي ډکولی."
د کابل پوهنتون یو چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي" د تللو استادانو ځای ډکول اسانه چاره نه ده، دا په ځانګړي ډول محصلانو لپاره خورا لویه ضربه ده."
دردونکی حالت

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوهنتونياستادانو ترڅنګ، محصلان هم له دغه هېواد وځي او همدا په افغانستان کې د راتلونکي نسل د زدکړو کچې په اړه پوښتنې پیدا کوي. رویه (اصلي نوم یې نه دی) یو له هغو محصلانو ده چې کابل زدکړې یې نیمايي کې پرېښې دي او له وطنه وتلې. نوموړې وايي "د هر هغه څه چې ما یې خوبونه لېدل او خواري مې ورته کړې وه، له ګواښ سره مخامخ و."
رویه تیر کال اګست کې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره یوه ګاونډي هېواد ته ولاړه، له هغه ځایه یې یوه اروپايي هېواد کې د کډوالۍ غوښتنه ومنل شوه. نوموړې اوس بهر د یوه تحصلي بورس په مرسته زده کړې کوي خو وايي هیڅکله یې بهر د زدکړو او کار پلان نه درلود او غوښتل یې وطن کې پاتې شي.
"زه بختوره یم چې تحصلي بورس راته پیدا شوی، خو دا حالت ډېر دردلونکی دی. موږ نه غوښتل خپل کور پرېږدو، نه مو غوښتل کډوال شو." خو رویه لا هم وطن ته د ستنېدو خوبونه ویني او وايي غواړي د افغانستان راتلونکې ته کار وکړي.
"افغانستان د طالبانو هېواد نه دی. دا زما هېواد دی، زما د ملت دی، دا له هیڅ ډلې او هیڅ رهبر سره تړلی نه دی"
د پرځېدو خطر

د عکس سرچینه، UNDP
په افغانستان کې د شخصي پوهنتونونو ټولنه وايي، د ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې د شخصي پوهنتونونو د محصلانو شمېر تر ۴۰ سلنه کم شوی دی. د دغې ټولنې د مالوماتو له مخې، د تېر حکومت پرمهال په ۱۴۳ شخصي پوهنتونونو کې د محصلانو شمېر نژدې ۲۱۰،۰۰۰ وو خو اوس دغه شمېر ۱۶۰۰۰۰ هم راکم شوی دی.
د شخصي پوهنتونونو څښتنانو بي بي سي ته ویلي، یو مهم لامل دا دی چې محصلان د زدکړو لګښتونه نه شي پوره کولای او له همدې امله یو لوی شمېر محصلانونو پوهنتونونه پرېښې دي.
د طالبانو د شمېرو له مخې، په دولتي پوهنتونو کې د محصلانو شمېر ۲۵۰،۰۰۰ ته رسېږي او په شخصي پوهنتونونو کې هم همدومره ښيي.
داسې حال کې چې افغانستان له خورا سختو اقتصادي کړاونو سره مخ دی، میندي و پلرونه او محصلان د زدکړو لګښتونه نه شي پوره کولی. ملګري ملتونه وايي، بیې د خوراکي توکو او تیلو له امله ۳۵ سلنه لوړې شوې دي.
داسې حال کې چې د ګټې وټې سرچینې محدودې شوې، د هغو کسانو شمېر چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې اوسېږي، له ۷۰ سلنې ۹۰ سلنې ته پورته شوی دی. له همدې امله د شخصي پوهنتونونو ټول سکتور د پر ځېدو له خطر سره مخ شوی او اقتصاد په لویه کې ځپل شوی دی.
رسمي شمېرې بېلا بېلې دي خو ملګرو ملتونو اټکل کړی و چې په بدو حالاتو کې ښايي په ۲۰۲۱ کال کې له ۵۰۰،۰۰۰ ډېر کسان ګاونډیو هېوادونو ته وتښتي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا یو این ډي پي اټکل کوي چې له افغانستانه وتلی ډېرئ کسان لوستي وو- په دې مانا چې لږ تر لږه یې لیک لوست کولای شوای، ګڼو یې په یوه بهرنۍ ژبه خبرې کولې او یا له هم له پوهنتونه فارغ وو. په کابل کې د یو این ډي پي مشر عبدالله دارداري وايي "ډېرو هغو کسانو چې له افغانستان وتلي، لوړې زدکړې درلودې. له شک پرته همدا د ناخالصو کورنیو تولیداتو له کمېدو سره تړلي دي."
"ډېر خطرناک"

د عکس سرچینه، Social Media
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې بي بي سي ته ویلي، د افغانستان د کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې او د دې کال تر پایه ۲۰ سلنه کمه شوې ده. دغه اداره وايي ښايي د روان کال د اګسټ میاشتې تر پایه دغه کچه ۴۰ سلنو ته لوړه شي.
د ملګرو ملتونو د یادې ادارې د مالوماتو له مخې نژدې ۱۶ سلنه ښځې او ۴ سلنه سړي له کاري ځواکه لرې کړل شوي دي.
د رویې په څېر له استثنایي حالاتو پرته چې د زدکړو بشپړ وړیا فرصت ورته برابر شوی، د ډېرو افغانانو لپاره راتلونکې ناروښانه ده.
شبانه بیا وايي "که تاسې څلور میلیونه نجونې له زدکړو محروموئ، نو ټولو ته بهر کې بورسونه نه شي ورکول کېدای"
په همدې وخت کې ګڼ محصلان د پاکستان، ایران او ترکیې په څېر نورو هېوادونو ته په ناقانونه ډول د کار په لټه تللي دي. همدې حالت د اغلې صالحې په څېر استادانو ته اوږدمهالې اندېښنې پیدا کړې دي.
"افغانستان کې هره برخه د مسلکي خلکو له نشتوالي سره مخ دی او د یوه نسل هیلي وژل شوي. دا ډېر خطرناک حالت دی."
په دې رپوټ کې د امنیتي دلایلو له مخې نومونه اړول شوي دي










