د کابل پوهنتون د نوي رئیس پر ټاکنه ناندرۍ؛ محمد اشرف غیرت د خواله رسنیو پوسټونه 'جعلي' وبلل

غیرت

د عکس سرچینه، MOHAMMAD ASHRAF GHAIRAT

د عکس تشریح، محمد اشرف غیرت وایي، پر خواله رسنیو هېڅ پاڼه نه لري

دوه ورځې وړاندې محمد اشرف غیرت د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت لخوا د کابل پوهنتون نوی سرپرست رئیس وټاکل شو. خو دا ټاکنه له اعلانېدو سره سمه پر خواله رسنیو د ګڼو کسانو له نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه.

دا کسان پر ښاغلي غیرت تور لګوي چې سخت دریځې ایدیولوژي لري او د دې دندې وړ نه دی، خو پخپله محمد اشرف غیرت ویلي، د ده په نامه پر خواله رسنیو خپاره شوي پوسټونه جعلي دي او ده پورې اړه نه لري.

کابل پوهنتون پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، د پوهنتون پخواني رئیس محمد عثمان بابري‌ غوښتل د شپږو میاشتو لپاره جرمني ته په علمي‌ دوره لاړ شي،‌ نو ځکه یې ښاغلی غیرت پر ځای سرپرست رئیس ټاکل شوی دی.‌

خو یو شمېر کسانو پر خواله رسنیو د ځینو ټویټونو او فېسبوکي پوسټونو عکسونه (سکرین شاټونه) خپاره کړي او ادعا کوي چې دا د کابل پوهنتون نوي سرپرست رئیس نظریات دي.

په یوه ټویټ کې چې ډېر لاس په لاس کېږي راغلي: "اجیر خبریال تر سلو اربکیانو هم ډېر خطرناک دی. څوک چې د خبریالانو په وژنه کې احتیاط کوي زه یې په ایمان مشکوک شم. اجیر خبریالان ووژنئ.‌ رسنۍ مهار کړئ".

همدا راز پنجشنبه سهار د محمد اشرف غیرت په نامه پر یوه بله ټوېټر پاڼه یو ټویټ‌ شوی او پکې د کابل پوهنتون د درسي نصاب د 'اسلامي کولو' خبره شوې ده.

په دې ټویټ کې راغلي، پر یوه داسې پروسه کار روان دی چې له مخې به یې کابل پوهنتون کې لا ډېر 'مسلمان پلوه' استادان وګومارل شي.

ځینو کسانو بیا پخپله د محمد اشرف غیرت د علمي درجې او اکاډمیکې وړتیا په اړه پوښتنې کړې دي او وایي، نوموړی د پوهنتون د ریاست وړتیا نه لري.‌

د نوي سرپرست رئیس غبرګون

کابل

د عکس سرچینه، KABUL UNIVERSITY

د عکس تشریح، ښاغلی غیرت دوه ورځې وړاندې د کابل پوهنتون سرپرست رئیس وټاکل شو

د کابل پوهنتون نوي سرپرست رئیس محمد اشرف غیرت بي بي سي ته وویل،‌ دی اوسمهال پر خواله رسنیو هېڅ کومه پاڼه نه لري او ده ته منسوب ټویټونه او څرګندونې ټول جعلي‌ دي.‌

نوموړی وایي،‌ د ده پخوانۍ فېسبوک پاڼه تړل شوې او یوازې تېرو څو ورځو کې یې په نامه لږ تر لږ لس جعلي پانې جوړې شوې دي.

ښاغلي غیرت همدا راز وویل، هغه ټویټ هم ده پورې اړه نه لري چې پکې د خبریالانو د وژنې سپارښتنه شوې ده.

ښاغلي‌غیرت بي بي سي ته وویل: "پخوا زه یو غیر رسمي کس او مبارز وم.‌ د خپلې ایدیولوژۍ او نظام لپاره مې مبارزه کوله.‌ ډېرو رسنیو پخوا طالب ته د ترهګر خطاب کاوه. خو اوس یې نظام بولي.‌ هغه وخت ځینو ژورنالېستانو او خلکو په طالب پسې تبلیغات کول. خو په مقابل کې یې د طالب د مبارزې دستګاه هم تبلیغات کول.‌ شرایطو تغیر کړی.‌ نن زموږ دنده،‌ مسؤلیتونه او کاري ساحه متفاوته شوې ده. تېر هېر شوي‌ دي".

محمد اشرف غیرت همدا راز وایي،‌ دا د ده صلاحیت نه دی چې نصاب کې بدلون راولي،‌ بلکې دا کار نظام او د ټولنې عیني شرایطو ته په کتلو سره ترسره کېږي.

نوموړی وایي، په دې اړه یې کوم ټویټ نه دی کړی او نه یې هم کومې رسنۍ ته څه ویلي دي.