"د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا" د طالبانو پر ضد خپل منشور خپور کړ

له افغانستانه بهر يو شمېر افغان پخوانيو جهادي او سياسي شخصيتونو چې د "افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا" په نامه يې ډله جوړه کړې يکشنبې په يوه انلاين غونډه کې خپل منشور اعلان کړ.
د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې په تېر يوه کال کې دا تر ټولو ستر سياسي ائتلاف دی چې د طالبانو د حکومت پر ضد جوړ شوی دی.
دا ائتلاف څو مياشتې وړاندې د ترکیې په انقره کې یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو د افغانستان نجات عالي شورا په نامه رامنځ ته کړ، چې د طالبانو یو شمېر مخالف افغان سیاسیون پکې شامل دي.
ويل کېږي په دې بهیر کې د حزب اتحاد اسلامي مشر عبدرب رسول سیاف، د جنبش ملي ګوند او پخواني افغان ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم، وحدت اسلامي حزب مشر محمد محقق، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د ملي شورا پخوانی مشر میررحمان رحماني، د ننګرهار یو پخواني جهادي قومندان حضرت علي، په لندن کې پخوانی افغان سفیر احمد ولي مسعود، د افغان ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني شامل دي چې د تاسیس په غونډه کې ګډون هم کړی و.
"د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا"، منشور چې په ۷۱ مادو کې خپور شوی په افغانستان کې د ټولو قومونو پر عادلانه ګډون او د ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کړی.
په منشور کې د سولې مذاکراتو او د يوه ټول ګدوني انتقالي نظام او منتخب دولت رامنځته کول، د ښځو حقونه، بهرنۍ تګلارې، اقتصاد او خوندي ژوند چاپيريال چمتو کولو يادونه هم شوې ده.
په دې غونډه کې چې په انلاين بڼه د زوم له لارې جوړه شوې وه، سياسي څېرې محمد يونس قانوني وويل، "دا شورا هڅه کوي چې د خلکو د تحرک او د سياسي فشار له امله طالبان اړ کړي چې د خلکو غوښتنې ومني."
نوموړي وويل، د دوی تر منځ د شوې هوکړې له مخې د هرې جلسې په پای کې به د راتلونکې غونډي لپاره مشر غوره کېږي.
احمد مسعود چې په خپله يې د "ملي مقاومت جبهې" په نامه يوه ډله جوړه کړې په دې غونډه کې وويل، "د افغانستان لپاره د حل لارې موندلو لپاره د ټولو ډلو يووالی زموږ هڅه ده او دا د حالاتو او ډلو لوی ائتلاف دی. "
نوموړي ټينګار وکړ چې د دې ډول غونډو اړتيا د طالبانو پر وړاندې د مقاومت لپاره زموږ د ملت چمتووالی دی.
د ښاغلي مسعود اړوند وسله وال د پنجشېر او اندارب په ګډون په ځينو سيمو کې له طالبانو سره نښتې کړې دي.
د اعلاميې په هغه متن کې چې په دې غونډه کې ولوستل شو، راغلي، دوی له نړيوالې ټولنې مننه کوي چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او د طالبانو حکومت يې په رسميت نه دی پېژندلی.









