د طالبانو د بریا یو کال؛ ګارډین: د افغانستان کابوس په ډېرېدو دی

د عکس سرچینه، EPA
د بریتانیا "ګارډین" ورځپانې پخپله نننۍ ګڼه کې د "د طالبانو د بریایو کال؛ د افغانستان کابوس په ډېرېدو دی" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼې ویلي، د تېر کال د اګسټ ۱۶مه (د دوشنبې په ورځ) طالبانو پر ټول کابل ولکه ټینګه کړه، چې له بي بي سي سره د یوه افغان د مرکې برنسټ په دې سره د مقالې د لیکونکي په وینا "نه یوازې یو نظام ړنګ شو، بلکې د یو ولس هیلې په سین لاهو شوې".
ورځپاڼه کاږي "ځینو له دوو لسیزو جګړو او د ولسي وګړو له درنې مرګ ژوبلې وروسته د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د احتمالي سولې راتلو پخاطر خوښي وښوده. که څه هم چاودنې او ځانمرګي بریدونه ډېر وو، خو ځینې خلک نویو فرصتونو ته سترګې پر لاره وو."
د ورځپاڼې په وینا، په کلیوالو سیمو او لویو ښارونو کې تعلیم او د ازادۍ خوځښتونه وو، خو طالبانو دا هیله هم ووژله".
ورځپاڼه وایي "اوس چې افغانستان له کوم کابوس (خپسکې) سره مخامخ دی، لا پسې ډېرېږې او ژورېږي. افغانان اوس د طالبانو له جبر لاندې ژوند کوي او له ټوللوږې سره مخامخ دي. د طالبانو مخالفان ربړول کېږي".
د ورځپاڼې په خبره، په تېره مارچ میاشت کې د ثانوي دورې نجونو هیله وه چې بېرته به یې ټولګي پرانیستل او تعلیم پیل شي، خو ورته وویل شول چې ښوونځي به یې تړلي پاتې وي.
ګارډین په دې مقاله کې لیکي، افغانستان کې ښځې په یوازې سر له کار او سفر منع شوې، مګر یو خپلوان یې ورسره وي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، ځینې ښځې له دې کبله ګواښل شوې او وهل شوې چې ولې د طالبانو له لارښوونو سره سمې جامې نه اغوندي.
د ورځپاڼې په خبره، حقیقت دا و چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې اوسېده، چې دا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د دوحې له تړون ښکاره سرغړونه ده.
د دوحې په تړون کې ویل شوي وو چې افغانستان به هېڅ ترهګر ته ځای نه ورکوي.

د اقتصادي مخ پر ځوړ حالت د مقالې لیکوال وايي، چې وضعیت لا پسې کړکېچن کېدونکی دی.
ورځپاڼه پر دې اند ده چې واشنګټن افغانستان کې د خپل رول او مسؤلیت په اړه له خبرو ډډه کوي او اوس یې خپل ټول پام پر اوکرایین ورټول کړی دی.
په تېره فبرورۍ میاشت کې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ چې تر اوسه دوام لري.
د مقالې پای کې ویل شوي، چې ښځو او سړو د طالبانو د ځپونکو کارونو پر وړاندې د احتجاج جرأت وکړ او هغه نجونې د ډېر څه مستحقې دي چې په پټه زدکړو ته ځي.
دا مقاله داسې مهال خپره شوې، چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نژدې یو کال پوره کېږي.
په دې لړ کې نن کابل کې ځینو ښځو د خپلې ازادۍ، تعلیم او عدالت لپاره لاریون وکړ، خو ژر طالبانو ایسارې او تیت پرک کړې.










