د ایمن الظواهري وژل کېدل؛ القاعده لاهم غبرګون نه دی ښودلی

د عکس سرچینه، AFP
القاعدې لا هم د خپل رهبر مرګ نه دی تأیید کړی او نه يې هم د هغه ځای ناستي په تړاو څه ویلي دي. د افغانستان لویدیځ ګاونډي ایران لا هم دغه خبر ته غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د ملاتړ تر څنګ ویلي چې د القاعدې د رهبر د وژنې لپاره په برید کې د هغه هېواد فضا نه ده کارېدلې.
په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو له اعلان درې ورځې وروسته لا هم طالبانو په دې اړه روښانه رسمي دریځ نه دی ښودلی.
د طالبانو د سرپرست حکومت د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، تازه د خپل حکومت پر هغې پالیسۍ ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف نه کارېږي، کلک ولاړ دی خو په کابل کې يې د ظواهري د وژل کېدو خبر نه تأیید او نه هم رد کړی.
له سپینې ماڼۍ د الظواهري د وژل کېدو تر خبر لږ وړاندې طالبانو په کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې برید منلی و او ويلي يې و چې دا برید چې په هره پلمه شوی وي غندي يې
رویټرز خبري آژانس د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د طالبانو مشران په لوړه کچه په دې اړه په سلامشورو بوخت دي چې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې هغه برید ته چې امریکايي چارواکو پکې د القاعدې د مشر د وژلو ادعا وکړه غبرګون وښيي که نه او که غبرګون ښيي، دا غبرګون به څه وي؟
ملګرو ملتونو ته د طالبانو نومول شوي دوحه مېشتي غړي سهیل شاهين خبریالانو ته ویلي چې لا هم له کابله په دې اړه جزئیاتو او ځواب ته په تمه دی.
له سپینې ماڼۍ له دغه اعلان لږ وړاندې د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د کابل په شیرپور کې د بې پيلوټه امریکايي الوتکې برید منلی و او ټینګار يې کړی و چې دا برید که په هره پلمه شوی وي غندي يې او هغه یې د دوحې د تړون سرغړونه بللې وه، هغه تړون چې تازه قطر له افغانستان او امریکا دواړو ورته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه کړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې وروستي بدلونونه او پرمختګونه څاري، او له ټولو خواوو غواړي چې د دوحې د تړون لاسته راوړنې وساتي او ورته غاړه کیږدي.
د وزارت خبرپاڼې زیاته کړې، ددوحې تړون مهمه لاسته راوړنه دا وه، چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو اشخاصو، ډلو او سخت دریځو پر خوندي ځای نه بدلېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، قطر د نړیوال امنیت او ثبات لپاره د ټولو هغو نړیوالو هڅو ملاتړ کوي چې له نړیوالې ترهګرۍ سره یې کوي.
په کابل کې د طالبانو د ریاستالوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم پرون ټینګار کړی چې پر هغه پالیسۍ ولاړ دي چې د افغانستان خاوره د ګاونډيو هېوادونو او نورو پر خلاف نه کارېږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد بیا پرون دا شونتيا هم مطرح کړې وه چې په طالبانو کې ښايي ځينې له امريکا سره د ايمن الظواهري په وژلو کې مرسته کړې وي.
نوموړي چې د امریکا له ملي عامه راډيو (اېن پي ار) سره خبرې کولې ويلي، داسې احتمال شته چې د حقاني شبکې په ګډون يو شمېر طالب چارواکي په کابل کې د القاعدې د مشر ايمن الظواهري له شتونه خبر وي خو د نوموړي په خبره د دې ډلې ټول مشرتابه ښايي په دې نه و خبر.
طالبانو له دې وړاندې بیا بیا په افغانستان کې د القاعدې له حضوره منکر شوي وو. په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې القاعده په افغانستان کې نشته او له افغانستانه نړۍ ته هېڅ ګواښ متوجه نه دی.










