افغانستان کې د طالبانو مشر: د خلکو جوړ کړي قوانین د تطبیق وړ نه دي

طالبان وايي، مشر یې ورته امر کړی، چې ټولې پرېکړې دې د شریعت له مخې کوي او په وینا یې هغه قوانین چې د خلکو لخوا جوړ شوي وي، د تطبیق وړ نه دي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مشر یې، هبت الله اخوندزاده، دا څرګندونې په کندهار کې د والیانو یوې غونډې ته وینا کې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د مشر له خولې همداراز ویل شوي، چې په واکمنۍ کې یې د خلکو په غوښتنه او د هغوی له مزاج سره سمې پرېکړې نه کېږي او په وینا یې طالبان دې د خپل مشرتابه پر هغو پرېکړو اعتراض نه کوي، چې له شریعت سره برابرې وي.

طالبانو د خپل مشر په نامه دا څرګندونې داسې مهال خپرې کړې، چې تېر کال یې د واک د لاندې کولو په لومړیو کې ویلي وو، چې په خپل چارسمبالي حکومت کې به په لنډمهالې توګه د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه، د واکمنۍ د مهال اساسي قانون له یو لړ بدلونو سره پلی کوي.

د دغې ډلې د سرپرست حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې ویناپاڼه کې راغلي چې د طالبانو مشر د خپلې ډلې د حکومت له والیانو سره په کندهار ولایت کې غونډه کړې او دوی ته يې لارښوونې او سپارښتنې کړې.

په ویناپاڼه کې راغلي چې د دغې ډلې مشر والیانو ته په وینا کې ویلي چې دوی بشپړ شریعت غواړي او هغه قوانین چې د خلکو له خوا جوړ شوي وي د تطبیق وړ نه دي.

هغه دا هم ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام او شریعت پر ضد تبلیغات او جمهوریت ته دعوت شوی. ده ويلي چې بشپړ شریعت غواړي او ټول مسؤلین یې باید پر شریعت برابر وي.

د طالبانو مشر دغه راز ویلي چې د دوی په واکمنۍ کې د جمهوریت په څېر د خلکو په غوښتنه او خوښه پرېکړې نه کېږي او والیانو ته يې امر کړی چې د هغه پر پرېکړو اعتراض و نه کړي. هغه ځان شرعي امام بللی او ویلي يې دي چې که څوک د هغه سپکاوی وکړي د ده په ټکو چې الله به د هغه سپکاوی وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه غونډه کې د والیانو تر څنګ نور علما هم شته وو او هغوی هم د اسلامي نظام پر ارزښت او د خلکو د سر او مال پر ساتنه ټینګار کړی. ویناپاڼې د طالبانو د مشر له خولې کښلي چې د دوی مبارزه د څوکۍ لپاره نه بلکه د عقیدې له مخې وه او که دغې مبارزې څلوېښت کلونه نور دوام هم کولی دوی دوام ورکاوه.

د طالبانو د مشر له قوله له کونډو او یتیمانو سره د مرستې او سوالګرو ښځو ته د معاش مقررولو سپارښتنه هم شوې. دغه راز یې د هغه شپږ ماده ییز فرمان پر تطبيق بیا ټینګار کړی چې له دې مخکې د دغې ډلې حکومت د ښځو په اړه صادر کړی. د طالبانو مشر په هغه فرمان کې د دوی له انده د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د ځینو برخو پر عملي کېدو ټینګار کړی و.

دا پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دغې ډلې د مشر د سختو دریځونو د بیان د لړۍ تازه مورد دی. له دې وړاندې يې هم په خپلو هغو ویناوو کې چې طالبانو ډاګیزې کړې سخت دریځونه بیان کړي.

که څه هم دغې ډلې له واکمنېدو وروسته ویلي وو چې د ظاهرشاه د پړاو اساسي قانون ښايي په یو څه بدلونونو سره پلی کړی، خو لا هم د دغې ډلې د اساسي قانون او د حکومت او نظام اصول او کرښې نه دي روښانه شوې.

څه موده وړاندې یې دا هم ویلي وو چې د جمهوریت د مهال د قوانینو د مرور لپاره يې یو پلاوی ګومارلی تر څو هغه موارد چې دوی یې سم نه ګڼي له قوانینو لیرې کړي.