تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وایي ملا هبت الله کندهار کې د اختر د لمانځه امامت کړی
افغان طالبان ادعا کوي چې د دوی مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په لومړي ځل عام محضر ته راوتلی او د یکشنبې پر ورځ د کندهار په لوی عیدګاه جومات کې د هغه په امامت د کوچني اختر لمونځ ادا شوی.
د لمانځه ځینې ګډونوال وایي، یو کس (چې د طالبانو په وینا د دوی مشر شیخ هبت الله اخوندزاده و) تر لمانځه وړاندې د منبر پر ځای د خلکو په منځ کې په ناستې وینا وکړه او څېره یې یوازې هغو کسانو لیدلی شوه چې هغه ته څېرمه ناست وو.
د دې وینا او لمانځه پر مهال خلکو او خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې تصویر ترې واخلي او یا یې ویډيو وکړي او هلته د ورتګ لپاره هم ځانګړي تدابیر نیول شوي وو.
له لمانځه مخکې خلکو ته ویل شوي وو چې د شیخ هبت الله د اختر مبارکۍ پیغام به په غږیزه بڼه ورته خپور کړي.
په ورته مهال طالبانو شيخ هبت الله اخوندزاده ته منصوب غږ خپور کړی چې د افغانستان خلکو ته د اختر د مبارکۍ تر څنګ د "فتحې او ازادۍ" مبارکي پکې وايي. د دې پیغام یوه برخه کې راغلي:
"دا فتحه او دا ازادي او دا حریت او دا کامیابي مو مبارک شه، او دا امنیت مو مبارک شه او دا اسلامي نظام مو مبارک شه. د الله څخه د ټول ملت لپاره د استقامت غوښتونکی یم، رب (ج) دې پر دغه طریقه باندې لکه څنګه چې اوس روانه ده دغه جهادي مقاومت او اسلامي اخوت او دا اسلامي محبت الله (ج) دې ټولو ته پر دې باندې استقامت ورکړي، نور زما مقصد تاسو ته مبارکي وه، دعا درته کوم دعا به راته کوئ ".
ورپسي د همدې کس په امامت د اختر لمونځ ادا شو او د لمانځه په دعا کې یې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، د ازادۍ د پایښت، د فتنې څخه خوندیتوب، د امارت چارواکو ته یې د استقامت او عدالت توفیق او له خپلو منځونو د اختلافاتو د لېرې کیدو او یووالي غوښتنه وکړه.
په دې لمانځه کې یو شمېر کسانو بي بي سي ته ویلي، تر لمانځه وروسته ګڼو خلکو هڅه وکړه چې امام ته د اختر مبارکي ورکړي او هغه سره د لیدنې لپاره ځان ور ورسوي، خو د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخنیوی وشو او په چټکۍ سره له سیمې ووتل.
دوې ورځي وړاندي د کندهار ځایي چارواکو له خلکو غوښتي وو چې له عیدګاه پرته به په نورو جوماتونو کې د اختر لمونځ نه ادا کوې، او له همدې کبله یکشنبه د کوچني اختر د لمانځه لپاره عیدګاه ته زرګونه کسان ورغلي وو.
طالبانو داسې مهال د یکشنبې پر ورځ افغانستان کې کوچنی اختر ولمانځه چېد سعودي عربستان په ګډون د نړۍ ګڼو اسلامي هېوادونو کې دوشنبه اختر لمانځل کېږي.
د طالبانو دې پرېکړې د افغانانو ترمنځ دا بحث هم را پورته کړی چې ایا د اختر اعلان د شریعت په اصولو برابر و او که سیاسي پرېکړه وه.
پر خواله رسنیو ګڼو کسانو تور لګولی چې طالبانو له سعودي چارواکو سره د ځینو اختلافونو له کبله، او همدا راز د خپل 'مستقل حیثیت' ثابتولو لپاره یوه ورځ مخکې اختر اعلان کړی.