د طالبانو کابینې پرېکړه: ټول طالبان باید په امنیتي ادارو کې وګومارل شي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په کندهار کې یې د کابینې لومړنۍ غونډه چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده په مشرۍ درې ورځې روانه وه، پای ته رسېدلې.

بي بي سي پښتو پاڼې ته څو سرچینو ویلي، په کندهار کې د دې ډلې غونډې یوه مهمه اجنډا د طالبانو حکومت ته د نړیوال مشروعیت د موندلو هڅه ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اوس په دې هکله یوه تازه اعلامیه کې په دې هکله څه نه دي ویلي او دا یې د سرپرستې کابینې د معمول غونډه بللې.

که څه هم د طالبانو مشر تر اوسه نه دی لیدل شوی، خو د طالبانو له واک راهیسې دا لومړی ځل دی چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې دغه ډول ناسته کېږي.

د ښاغلي مجاهد له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې په یاده غونډه کې د دې ډلې کابینې رييس الوزرا په ګډون د نژدې پنځلسو وزارتونو سرپرستانو ګډون کړی و، چې د طالبانو مشر ''د اسلامي امارت د ټولو مجاهدینو د را ټولولو او په امنیتي ادارو کې د استخدام او تنظیم کولو'' په ګډون ''لازمې لارښوونې ورته وکړې او پرېکړې وشوې.''

په اعلامیه کې راغلي: ''د اسلامي شریعت د لاښه پلي کېدو په اړه مربوطه ارګانونو ته مشخصې لارښوونې وشوې، چې په نتیجه کې به یې اسلامي احکام په منظم او ښه ډول په ټولنه کې پلي کېږي او ټول افغانان به د اسلامي احکامو تر چتر لاندې آرام او سوکاله ژوند تېروي.''

ښاغلی مجاهد د طالبانو مشر له قوله وايي، چې د افغانانو بیوزلۍ خبر دی او ''که وس او توان یې وشي فرد، فرد افغان ښځې او نر ته به معاشونه مقرر کړي'' خو په وینا یې دا چې د دوی د حکومت اقتصاد کمزوری دی، ''باید ولس له خپل نظام سره مرسته وکړي، د زکاتونو او عشر په راټولیدا او پخپل ځای مصرفولو کې هڅه وشي.''

د طالبانو ویاند په یوه ټویټر پیغام کې د رییس الوزار یا کابینه کې د بدلون په هکله ''ځینې رپوټونه '' هم رد کړي دي.

د طالبانو حکومت د کابینې ناسته هره اوونۍ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ارګ کې کېږي، خو د دې اوونۍ د کابینې ناسته په کندهار کې شوې ده.''

له هغې راهيسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان شتمنیو او مرستو پیسو له کنګل کېدو وروسته یې حکومت د کارکوونکو معاشونو په ورکړه کې هم له ستونزو سره مخامخ دی.

مرستندویه ادارو بیا بیا ویلي، چې د مرستې لپاره افغانستان ته ورکول کېدونکې پیسې باید په دې هېواد کې د مرستندویانو او ملګرو ملتونو لخوا په داسې توګه وکارول شي، چې د طالبانو لاس ته ور نه شي.

نړۍ د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره څو مهم شرطونه ټاکلي چې د ټولګډونه حکومت جوړېدل او د ښځو او بشري حقونو بشپړ درناوی یې مهم ټکي دي.

طالبان وايي حکومت یې ټولګډونی دی، خو له لویه سره ټوله کابینه یې طالبان او یا هم طالب پلوي کسان دي.