تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: حجاب لرونکې ښځې موټر چلولی شي، خو نوي جوازونه نه ورکوو
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
په هرات کې ښځينه موټر چلوونکو ته د لایسنس (ډریورۍ قانوني جواز) د نه ورکولو له رپوټونو وروسته داسې ښکاري چې طالبان نور په افغانستان کې ښځو ته د موټروانۍ نوي سندونه نه ورکوي، خو وايي هغه ښځې، چې پخوا یې دا سندونه اخیستي، د شرعي "حجاب په مراعتولو" سره موټر چلولی شي.
نژدې یوه میاشت مخکې په هرات کې د موټرچلونې لایسنس اخیستونکو ښځو ته سپارښتنه شوې وه چې تر "امر ثاني" دې صبر وکړي خو ځايي طالب چارواکو دا خبرونه ناسم بللي وو.
اوس بي بي سي له ځينو داسې ښځو سره خبرې کړې دي چې تازه یې د جواز اخيستو هڅه کړې خو منع شوې دي. په دغه رپوټ کې مو د ځینو نومونه د هغوی د خوندیتوب لپاره بدل کړي دي.
شګوفه مدني فعاله ده او له خپل پلار او وروڼو یې د موټر چلول زده کړي دي.
دا وايي، غوښتل یې "رښتیا او درواغ مالوم کړي" او وګوري چې رښتیا هم ښځو ته د موټر چلونې نوي جوازونه نه ورکول کېږي او که د ځینو ځايي طالب چارواکو خبره سمه ده چې ویلي یې وو داسې څه نشته.
شګوفه وايي: "د جواز اخېستو لپاره غوښتنلیک پسې ورغلم. خو له بده مرغه مشر یې راته وویل چې اوسمهال ښځو ته هېڅ ډول فورمې یا غوښتنلیکونه نه ورکول کېږي او د ښځو لپاره د موټرچلونې د زدکړې ټولګي هم بند دي، باید د وزارت امر او تر بیا اعلانه صبر وکړو".
شګوفه هغه ورځ یوازې نه وه. وايي، د هرات ترافیکو ریاست کې یې یوه بله مېرمن هم ولیدله چې د لایسنس لپاره نوملیکنې ته په تمه وه.
نوموړې زیاتوي: "هغې د طالبانو تر حکومت مخکې د موټرچلونې درسونه ویلي وو. له خپل معاش یې ګاډي اخیستلو ته پیسې ټولې کړې وې او یوازې جواز پاتې و. خوشاله وه، ویل یې د کور ستونزې به پخپله حلوي، خو له بده مرغه هغې ته یې هم زما غوندې ځواب ورکړ".
شګوفه وايي، طالب چارواکي یې وننګول چې ولې ښځې له موټر چلونې بندوي خو په وینا یې ځايي چارواکي ورته وویل چې "دا پرېکړه زموږ نه بلکې په کابل کې شوې ده او د لوړپوړه چارواکو په لاس کې ده".
"طالبانو زما مخه نه ده نیولې"
که څه هم تر کورنیو جګړو وړاندې هم په افغانستان کې ځینو ښځو ګاډي چلول خو په افغان دودیزه ټولنه کې له پخوا راهیسې ځينې د ښځو موټر چلولو ته په ښه سترګه نه ګوري او ځینې خو یې ان د ننګ یا شرم خبره ګڼي.
خو په دې وروستیو کلونو کې د دغه هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې ښځينه موټرچلوونکې ډېرې شوې وې.
هرات هم له هغو ولایتونو دی چې ښځینه موټرچلوونکې په کې ډېرې وې.
د هرات اوسېدونکې شیما وفا وايي، له شاوخوا لسو کلونو راهیسې شخصي موټر لري او په هرات کې یې چلوي. خوښه ده چې د ژوند ډېرې چارې یې موټر ورته اسانې کړې دي.
دا وايي، طالبانو له ډریورۍ نه ده منع کړې، "ځینو ځایونو کې د تالاشۍ پر مهال طالبانو او ترافیکو درولې یم، د موټر اسناد او لایسنس پوښتنه یې رانه کړې ده. ما ورښودلي دي او پخپله مخه تللې یم".
اغلې وفا وايي، پخوا هم په ټولنه کې ځینو خلکو د دې موتر چلولو ته په "عجیب" نظر کتل خو په وینا یې د نظام بدلون سره اوس کله کله ځینې کسان د "شریعت او اسلام" بحث ورسره کوي.
دا زیاتوي: "ځينو ته به ښايي د ښځو موټر چلول ناسم کار ښکاري، بحث راسره کوي چې که ښځه موټر چلوي نو ګناه لري. ما به پوښتل چې که ښځه ټول اسلامي احکام مراعتوي، حجاب کوي او قوانین مراعتوي نو بیا هم ګناه ده؟ په دې ډول مې هغوی قانع کړي دي".
بي بي سي د هرات د ترافیکو ریاست چارواکي وپوښتل خو په دې اړه یې له خبرو ډډه وکړه.
خو یوه چارواکي یې د نوم نه ښودلو په شرط یوازې دومره راته ولیکل چې "تر اوسه د هرات ترافیکو د ښځينه موټر چلوونکو مخه نه ده نېولې خو د مرکزي حکومت چارواکو ښځو ته د موټر چلونې د نویو جوازونو ورکول بند کړې دي".
د هرات د امر بالمعروف مشر شیخ عبدالرحمان مهاجر بیا بي بي سي ته ویلي: "د هرات امر بالمعروف ریاست له لوري ښځو ته نه دي ویل شوي چې موټر دې نه چلوي، ځکه چې په هرات کې ښځې په ډېر ښه حجاب کې موټر چلوي. که دوی شرعي حجاب سره موټر وچلوي نو هېڅ ستونزه نه شته".
ښاغلي عبدالرحمان زیاته کړه چې که کومې بلې حکومتي ادارې پرې محدودیت لګولی وي نو دوی نه دي ترې خبر.
کابل کې حالت څنګه دی؟
پلازمېنه کابل هم د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې ښځینه موټرچلوونکې په کې په پرتلیز ډول ډېرې وې.
ځینو ښځينه ډرایورانو خو ان په یو شمېر شرکتونو کې د موټرچلوونکو په توګه دندې هم درلودلې.
له دوی یې یوه ډله ښځو د "پېنک شټل" یا ګلابي بسونو په نوم د هغې ایټالوۍ موسسې په پروګرام کې د موټرچلوونکو په توګه کار کاوه چې په وړیا ډول به یې ښځينه کارکوونکې تر کار ځای او زده کوونکې تر پوهنتونه رسولې.
د دوی اصلي تمځی د کابل د ښځو بڼ یا باغ شهرارا و. د دغه بڼ یوې مسوولې راته وویل چې اوس نه هغه موټر شته او نه یې هم چلوونکې.
د کابل ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، په دې ورځو کې یې هم ځینې ښځې د کابل پر سړکونو د موټر چلولو پر مهال لیدلې دي.
موږ د کابل له ترافیکو مدیریت ښځینه موټر چلوونکو ته د نویو لایسنسونو یا جوازونو د وېش په اړه پوښتنه وکړه، پیل کې یې د ځواب راکولو ژمنه وکړه خو شاوخوا دوه اوونۍ یې په تمه وساتلو او اخر یې زموږ اړیکې ته ځواب راکول هم بس کړل.
کابل کې په هغو ټولګیو کې هم د ښځو ونډه بېخي کمه شوې چې خلکو ته د موټروانۍ تخنیکي او ترافیکي قوانین ورزده کوي.
موږ د کابل په ترافیکو ریاست کې د همداسې یوه ټولګي ځينې ګډونوال وپوښتل، هغوی راته وویل چې له اوږدې مودې یې په ټولګي کې هېڅ ښځينه نه ده لیدلې.
افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې پر ښځو په پرله پسې ډول د محدودیتونو وضع کولو له کبله په کور دننه او بهر له فشارونو سره مخ دی.
شګوفه افغانستان کې پر ښځو د طالبانو پرله پسې بندیزونو خواشینې کړې او قهرولې ده. دا وايي: "تېر حکومت ډېر ښه و، ښځې خپلواکه وې، ټولګي پرانېستي وو، ښځو موټر چلول… اوس خو هر څه داسې ګډوډ دي چې فکر کوو چا مو پر مرۍ پښه ایښې ده. دوی هڅه کوي چې موټرچلوونکې ښځې هم ورو ورو له صحنې ورکې کړي".
شګوفه وايي په تېرو شلو کلونو کې افغان ښځو په ګڼو برخو کې پرمختګ کړی او له طالبانو غواړي چې د مېرمنو حقونه خوندي کړي او ټولو افغانانو ته د ژوند یو هوسا او ارامه فضا برابره کړي.
نوموړې زیاتوي: "موږ له جګړې ستړي یو، طالبان دې ټولشموله حکومت جوړ کړي چې د ټولو حقونه په کې خوندي وي. که دا بندیزونه یو څو کاله نور هم پاتې شي نو اخر به هم خلک په تنګ شي او زغم به یې ختم شي".