مېټا: پر فېسبوک او انسټګرام د طالبانو اکونټونه تړو

خواله رسنۍ

د عکس سرچینه، AFP

مېټا شرکت چې پخوانی نوم یې فېسبوک دی بي بي سي ته ويلي، پر فېسبوک او انسټګرام د طالبانو اکونټونه تړي.

مېټا بي بي سي ته ویلي، د دوی کارپوهان دې پایلې ته رسېدلي دي چې په پرتله ییز ډول د خبر په توګه د طالبانو له خوا د چلېدونکو اکاونټونو د محتوی زیان ډېر دی.

دې کمپنۍ په دې اړه د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې وویل، دا پایله په دې معنی ده چې پر فېسبوک او انسټګرام ټول هغه اکاونټونه چې طالبان او یا یي بل څوک د دوی لپاره اداره کوي، تړل کېږي. د دې ویاند په وینا د دوی پر خواله رسنیو د طالبانو ستاینه، ملاتړ او له هغو استازیتوب منع دی.

مېټا ویلي هغه ځايي او نړیوال سلاکاران چې له دې کمپنۍ سره کار کوي په یوه خوله وايي چې دا اکاونټونه په ضمني او ښکاره توګه زیان رسوونکې محتوی لري، لکه تاوتریخوالي ته رابلل او د خپلو مخالفانو نه سر پرې کول.

دا کمپنۍ وړاندې وايي دا اکاونټونه د ترهګریزو کړنو ستاینه، پر بشري حقونو تېري او د ښځو پر ځپونکو کړنلارو سترګې پټوي او نور زیان رسوونکي کړنې توجیه کوي.

له دې وړاندې د مېټا ویاند ویلي وو چې طالبان د امریکا د قوانینو له مخې د یوې ترهګرې ډلې په توګه تحریم شوي، او دوی د یوه خطرناک سازمان په توګه زموږ له خدمتونو منع شوې دي.

ذبیح

فېسبوک څو ورځې وړاندې د ملي تلویزیون او باختر خبري اژانس پښتو او دري اکاونټونه وتړل. دې ګام ته په غبرګون د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویتر یوه بیان کې ویلي "دا ګام د نه زغم په معنی دی". نوموړي ادعا کړې چې "د بیان ازادي د نورو ملتونو د غولولو لپاره ده".

له دې سره هممهال پر خواله رسنیو یو کمپاین پيل شوی او د ټویټر له ادارې هم غوښتنه شوې چې پر دغې خواله رسنۍ دې هم د طالبانو اکاونټونه وتړي.

په تېرو کلونو کې لیدل شوي چې طالبانو له خواله رسنیو د خپلو تبلیغاتي او رسنیزو موخو لپاره کار اخیستی.

مېټا دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د طالبانو لوی مشر یوه پیغام کې خلکو، رسنیو او د خپلې ډلې غړو ته خبرداری ورکړی چې د دوی په حکومت کې پر چارواکو بې ځایه تور لګول او له واقعیت لرې نیوکه کول شرعا روا نه دي.

طالبان وايي افغانستان کې رسنۍ آزادې دي، که څه د پخوا پرتله د رسنیو شمېر کم او د کار بڼه بدله شوې، خو لا هم رسنۍ فعالې دي. د دې رسنیو په خپرونو کې پر طالبانو هم نیوکې کېږي، خو د خبریالانو ټولنې وايي طالبانو د دوی د کار پر وړاندې محدودیتونه لګولي او یو شمېر خبریالایان نیول شوي او وهل شوي هم دي.