د پاکستان د بېلابېلو وزارتونو پلاوی طالبانو سره خبرو لپاره کابل ته رسېدلی

سفر

د عکس سرچینه، TALIBAN

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ پلاوی د دوشنبې پر روځ کابل ته ور رسېدلی دی.

ټاکل شوې دغه پلاوی له افغان لوري سره د ډبرو سکرو پر بیو، پر ډیورېنډ کرښه د امنیت پر ټینګولو، د سوداګریزو چارو اسانولو او پر ځينو نورو دوه اړخیزو تجارتي مسئلو خبرې وکړي.

ویل کېږي په دغه پلاوي کې د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو ترڅنګ د دغه هېواد د پوځ، څارګرې ادارې، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم شامل دي.

د یادولو ده چې دغه سفر پرون (یکشنبه) کېدونکی و خو وځنډېد او نن (دوشنبه) هم ځینو طالب مسولانو ویل چې د یاد پلاوي سفر سبا ته ځنډېدلی دی.

خو لږ مخکې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسنیو سلاکار حمید عزیزي بي بي سي پښتو ته وویل چې دغه پاکستانی پلاوی کابل ته ور رسېدلی دی.

سرچینې وایي د دې سفر بلنه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالي وزیر لخوا خپل پاکستاني سیال ته ورکړل شوې.

خو د مالوماتو له مخې د پاکستان سوداګرۍ وزیر سره پلاوي کې د نورو ملکي او پوځي ادارو استازي هم ملګري دي چې له افغان لوري سره د ستونزو پر حل او د تړونونو په تازه کولو خبرې وکړي.

دوی پر دې هم غږېږي چې پر ډیورنډ کرښه درې بندرونه سپین بولدک - چمن، تورخم او غلام خان څرنګه د سکرو لپاره ۲۴ اساعته پرانیستي پاتې کېدای شي.

د دغه پلاوي له سفر سره مهاله د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، پر ډبرو سکرو مالیه نه ده لوړه شوې،‌ نه یې هم بیه کې بدلون راغلی، بلکې د ۲۰۰ ډالرو له مخې ترې ۳۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي.

د ویډیو تشریح، طالب چارواکي وايي هره ورځ ۱۵ زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادروي

ددغه وزارت ویاند عصمت الله برهان بي بي سي ته وویل: "د مالیې وزارت لخوا چې سیستم کې کوم نرخ ورته ټاکل شوی و، د یوه ټن تعرفه ۲۰۰ ډالره وه او ۳۰ سلنه ترې مالیه اخېستل کېده،‌ خو د اوس د ټرانسپورټېشن خبره وراضافه شوې، چې له مزار څخه د ډیورنډ تر کرښې د یوه ټن ترانسپورت لګښت ۹۰ ډالرو ته رسېږي، او د مالیې وزارت ۶۰ ډالر ګمرکي تعرفه پرې وراضافه شي، نو د یوه ټن بیه ۲۸۰ ډالرو ته رسېږي او نړیوال بازار کې شاوخوا ۳۵۰ ډالر ته رسېږي".‌

له افغانستان پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرولو موضوع ډيره لویه شوې ده، ویل کېږي چې پاکستانی پلاوی به د سکرو په بیو، دا چې په کومو پیسو راکړه ورکړه وشي او نورو ستونزو هم له افغان لوري سره خبرې وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څه موده مخکې ویلي وو چې له افغانستانه د "اړتیا وړ سکرو په واردولو سره به، هر کال له وارداتي لګښته دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالر وسپمول شي."‌

ښاغلي شریف له افغانستانه د سکرو د وارداتو چټکېدو لپاره د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ د ټولو اړوندو چارواکو د یوې کمېټې د جوړېدو لارښوونههم کړ ې وه.

بلخوا دغه ګډ پاکستانی پلاوی داسې مهال کابل ته راځي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پخوا په شان ترینګلې دي.

شهباز شریف

د عکس سرچینه، PMO

پړه هم تر ډېره پر پاکستاني لوري اچول کېږي چې ګوندې شوې هوکړې او تړونونه د ځان په ګټه کاروي او افغان لورې سره کړې ژمنې نه عملي کوي.

افغان سوداګر تل شکایت کوي چې پاکستان ورته د صادراتو او له دغه هېواده د دوی اړوندو مالونو د واردولو پر مهال ستونزې جوړوي.

دا ستونزې په ځانګړې توګه هغه مهال ډېرې رابرسېره کیږي، چې د افغانستان تازه میوې او سبزۍ صاراتو ته چمتو شي.

افغان سوداګر هیله من دي چې دا سفر به له پاکستان سره د سوداګرۍ برخې اوږدمهاله ستونزې حل کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي "زموږ هیله داده چې په دې سفر سره د افغانستان سوداګرو ستونزې حل شي. په ځانګړي ډول چې اوس میوې پخې شوې دي. دارنګه په بندرونو کې ډيرې ستونزې شته چې جدي هلو ځلو ته اړتیا لري او ورسره تمه لرو چې په اپټا تړون هم خبرې وشي."

افغانستان د پاکستان له اقتصادي اغېز په وتو دى

د عکس سرچینه، Getty Images

اپټا تړون تېر زیږدیز کال د پخواني حکومت لخوا له پاکستان سره د دریو میاشتو لپار غځول شوی و، او هغه مهال افغان حکومت ویلي وو چې په دغه تړون کې به بدلونون راولي او بیا به یې له سره له پاکستان لوري سره لاسلیک کړي.

د افغان حکومت مهمه غوښتنه د پاکستان سوداګریزو بندرونو ته د افغان سوداګرو لاسرسی او له هغې لارې هند ته د افغان توکو صادرول دي.

پاکستان ته په مقابل کې دا حق ورکړل شوی و چې د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ته لاسرسی ولري.

خو افغان لوری وایي پاکستان دا تړون هم له کلونو راهیسې د ځان په ګټه کارولی او دوی ته یې په مقابل کې هغه څه نه دي ورکړي چې تمه یې کېده.