حکمتیار: اسلام د بیان ازادۍ او د نظر اختلاف حق ورکړی؛ پر امیر المومنین هم نیوکه کېدلی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، اسلام وګړو ته د بیان د ازادۍ، د حق ویلو او په خپل منځ کې د نظر د اختلاف درلودلو حق ورکړی، او په یو اسلامي نظام کې پر واکمن یا امیر المومنین هم نیوکه کېدلی شي.
نوموړي دا څرګندونې د جمعې پر ورځ کابل کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې کړې دي.
د نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند هم کابل کې د دیني عالمانو رابلل شوې لویې غونډې ته وینا کړې وه.
ګلبدین حکمتیار دې غونډې ته په اشارې وویل، طالبانو باید دې ناستې ته یوه واضحه اجنډا ټاکلې وای او مالومه وای چې پر څه بحث کېږي.
نوموړي همدا راز پر طالبانو نیوکه وکړه چې په دې ناسته کې یې ښځو او سیاسي اشخاصو ته بلنه نه ده ورکړې.
ښاغلي حکمتیار د خپلې اوږدې وینا پر مهال بیا بیا د قرآن شریف د آیتونو او احادیثو حواله ورکوله او په ټوله کې یې استدلال دا و چې د طالبانو حکومت باید د نیوکو او مخالفتونو د زغملو حوصله ولري.
نوموړي وویل، اسلام د بیان د ازادۍ حدود ټاکلي دي او هېڅ نظام او واکمن له خپله ځانه د ټاکلو یا بدلولو حق نه لري.
ګلبدین حکمتیار زیاته کړه: "چېرته چې سانسور وي، چېرته چې د خلکو پر خولو پلستر ووهل شي او د حق ویل ګناه وګڼل شي، هلته د فساد ریښې ډېرې غځېږي. ورو ورو یې جرړې دومره ژورې لاړې شي چې نظام را نسکور کړي".
باید پر اساسي قانون او پارلمان بحث شوی وای

د عکس سرچینه، Bakhter news
ګلبدین حکمتیار د خپلې وینا په ترڅ کې استدلال وکړ چې طالبانو باید کابل کې د دیني عالمانو په غونډه کې پر دې خبرې کړې وای چې څه ډول یو مقتدر پارلمان جوړ او د افغانستان لپاره نوی اساسي قانون چمتو کړي.
نوموړي وویل، دا مهال په هېواد کې یو شمېر مهم مسایل دي چې باید په اړه یې بحث او پرېکړه وشي.
نوموړي په دې لړ کې د نجونو د زدکړو ستونزې ته اشاره وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې باید دې برخه کې خپله تګلاره واضح کړي او خلکو ته ځواب ووایي.
هغه همدا راز د غونډې پر یو شمېر ویناوالو نیوکه وکړه چې ګواکې بې مسؤلیته څرګندونې یې کړې دي.
د یادونې ده چې د غونډې پر لومړۍ ورځ له هراته دې غونډې ته ورغلي دیني عالم مولوي مجيب الرحمن انصاري وویل، څوک چې د دې نظام پر وړاندې راپورته شي، باید وځپل شي. نوموړي زیاته کړه:
"که څوک د دغه اسلامي نظام په مقابل کې سر پورته کوي باید له منځه یووړل شي او سر یې ووهل شي".
خو ګلبدین حکمتیار د ښاغلي انصاري دا څرګندونې وغندلې او استدلال یې وکړ چې اسلام له مخالفینو او ان له تسلیم شوي یا نیول شوي دوښمن سره د زور زیاتي اجازه نه ورکوي.
کابل کې د عالمانو د روانې ناستې په اړه بېلابېل نظرونه شته، خو ګلبدین حکمتیار تر دې دمه تر ټولو مشهوره سیاسي څېره ده چې د دې ناستې پر ترکیب او اهدافو ښکاره نیوکه کوي.
طالبان بیا ټینګار کوي چې دا ناسته یې د دیني عالمانو په غوښتنه رابللې ده او دوی یې یوازې د تنظیم او امنیت چاره پر غاړه لري، او نوره اجنډا یې په بشپړه توګه د ګډونوالو په لاس کې ده.










