د کندوز په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.
د مرګ ژوبلې کره شمېر لا نه دی مالوم خو د دغه وزارت ویاند نافع ټکور بي بي سي پښتو ته وویل، "د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې لامله یې زموږ اووه هېوادوال زخمیان او یو هم شهید دی".
خو ځينو ځايي خلکو په برید کې د مرګ ژوبلې شمېر ځکه لوړ ښودلی چې چاودنه د الف بېردي سیمې په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال رامنځ ته شوې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید "په سختو ټکو" غندلی.
په خبرپاڼه کې یې ویلي، "دا بشري ضد جنایت زه له خپل ګران هېواد او خلکو سره ښکاره دوښمني ګڼم".
تر اوسه د دې پېښې څرنګوالی نه دی مالوم او مسوولیت یې هم چا نه دی منلی.
د یادولو ده چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې [د غويي ۲] هم د افغانستان د دغه شمالي ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه بل جومات کې هم مرګونې چاودنه شوې وه.
د طالبانو مسولانو په هغه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون د ۳۳ کسانو د وژل کېدو او د ۴۳ نورو د ژوبلېدو خبره کړې وه. خو ځینو سرچینو بیا د پېښې د قربانیانو شمېر تر ۶۰ لوړ ښودلی و.
د کندوز د عامې روغتیا مسولانو بي بي سي ته ویلي وو چې چاودنه د صوفي طریقت د لارویانو په جومات کې رامنځ ته شوه چې عبادت کوونکي پکې تر لمانځه وروسته د ذکر لپاره سره راټول وو.









