د کابل یو جومات کې د چاودنې مرګژوبله زیاته شوې ده

د عکس سرچینه، EPA
په کابل ښار کې پر یوه جومات د پروني خونړۍ چاودنې تلفات ډېر شوي دي. د دې جومات ملا امام وايي، د جمعې له لمانځه وروسته رامنځته شوې زورورې چاودنې لږ تر لږه پنځوس عبادت کوونکي وژلي دي.
خو طالب چارواکي بیا دا شمېر خورا لږ ښيي او په وینا یې یوازې لس کسان وژل شوي دي.
دغه چاودنه د کابل دارالامان سیمه کې د صوفیانو خلیفه صاحب جومات کې پرون ماسپښین وشوه.
د جومات منتظم فضل اغا وايي، داسې باور کېږي چې یو ځانمرګی بریدګر د عبادت کوونکو په منځ کې و او په ځان پوري تړلي باروت یې چوولي دي.
مخکې د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و، دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او تر دېرشو پورې نور ټپیان دي.
خو رویټرز خبري اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله روغتونونو ته د ۶۶ مړو او ۷۸ ټپیانو د لېږدول کېدو رپوټ ورکړی.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
د یوه ځايي روغتون روغتیا پال چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي داسې ګڼ شمېر ټپیان وروړل شوي، چې روغتیايي وضعیت یې خواشینونکی دی.
ویل کېږي چې برید هغه مهال وشو چې د خلیفه صاحب په نامه جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته خلک د ذکر لپاره راټول شوي وو.
یوه عیني شاهد محمد صابر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چاودنه خورا درنه وه. نوموړی وايي: ''چاودنه خورا درنه وه، فکر مې وکړ، د غوږونو پرې مې پرې شوې. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
تر دې دمه د دې چاودنې د نوعیت په اړه ډېر مالومات نشته او کومې ډلې یې مسؤلیت هم نه دی منلی. خو دا په تېرو دوه اوونیو کې څویم خونړی برید دی چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کېږي.
ځینو دې بریدونو کې شیعه وګړي په نښه شوي، او لسګونه پکې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي. د هغو بریدونو مسؤلیت داعش خراسان ډلې منلی و.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې هېواد کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی و او دا ډول بریدونه کم شوي وو.
خو تېرو دوه اوونیو کې ګڼو خونړیو بریدونو د امنیت ټینګولو په اړه د طالبانو ادعا تر پوښتنو لاندې راوستې.
طالبان وایي، افغانستان کې د داعش ډله ۹۸ سلنه ځپل شوې او د القاعدې وسلوالو هم نور دې هېواد کې شتون نه لري.






