د یوناما مشرې حقاني سره په ترهګرۍ ضد مبارزې، عبدالله سره په ټولګډونوالي خبرې کړې

@UNAMAnews

د عکس سرچینه، @UNAMAnews

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له مخکیني مشر عبدالله عبدالله سره د خدای پامانۍ لېدنې کړې.

د یوناما په ټویټر پاڼه لیکل شوي چې ښاغلي حقاني‌ سره د هغې دا لیدنه په ترهګرۍ او نشه يي توکو ضد (مبارزې) او همدا راز د بشردوستانه عملیاتو برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا متمرکزه وه.‌

دوی پر دې سربېره افغانستان کې د کلورا ناروغۍ د خپرې شوې څپې مخنیوي په لارو چارو هم غږېدلي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

هغې همدا راز د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مخکیني مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي چې تازه پرون د هند له سفره راګرځېدلی دی.

یوناما په یوه جلا ټویټ کې لیکلي چې په دې لیدنه کې په ټولګډونوالي، ترهګرۍ ضدهڅو او د افغانستان راتلونکې جوړولو کې د سیمې په مهم رول خبرې وشوې.

ډاکتر عبدالله هم چې د همدې لیدنې پر ورځ د هند له نژدې یو نیم میاشتنې سفر راګرځېدلی، پر خپل ټویټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره یې "هېواد کې په وروستیو پرمختګونو خبرې کړې."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د یادونې ده چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د اغلې لاینز څه باندې دوه کلن ماموریت پای ته رسېدلی دی.

دې کاناډایۍ دېپلوماتې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۴مه له جاپاني تدامیچي یاماموتو وروسته دغه ماموریت پیل کړ.

افغانستان د نوموړې د ماموریت پر مهال د مهمو او تاریخي بدلونونو شاهد و. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل، پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني دوبۍ ته ولاړ او د ملي یووالي حکومت ړنګ شو.

دېبورا لاینز له سیاسي او دېپلوماتیکو لارو د افغانستان د مخکني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره هڅې کولې.‌

خو د هغې دغو منډو ترړو ځای ونه نیو او طالبان د ملګرو ملتونو او نړۍ لخوا د افغانستان په رسمیت پېژندل شوي حکومت پرځولو سره واک ته ورسېدل.

دیبورا لاینز

د عکس سرچینه، UN

اغلې لاینز پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېدو وروسته هم افغانستان کې دندې ته دوام ورکړ.

هغې د طالبانو حکومت له بېلابېلو چارواکو سره د ناستو او کتنو پر مهال ټینګار کړی چې طالبان باید د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کولو او همدا راز د ښځو، بشري حقونو او نورو برخو کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

خو طالبانو په دې اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دي عملي کړې. ‌

د ملګرو ملتونو سرمنشي تر اوسه افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی نه دی معرفي کړی.