تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یوناما مشرې حقاني سره په ترهګرۍ ضد مبارزې، عبدالله سره په ټولګډونوالي خبرې کړې
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له مخکیني مشر عبدالله عبدالله سره د خدای پامانۍ لېدنې کړې.
د یوناما په ټویټر پاڼه لیکل شوي چې ښاغلي حقاني سره د هغې دا لیدنه په ترهګرۍ او نشه يي توکو ضد (مبارزې) او همدا راز د بشردوستانه عملیاتو برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا متمرکزه وه.
دوی پر دې سربېره افغانستان کې د کلورا ناروغۍ د خپرې شوې څپې مخنیوي په لارو چارو هم غږېدلي دي.
هغې همدا راز د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مخکیني مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي چې تازه پرون د هند له سفره راګرځېدلی دی.
یوناما په یوه جلا ټویټ کې لیکلي چې په دې لیدنه کې په ټولګډونوالي، ترهګرۍ ضدهڅو او د افغانستان راتلونکې جوړولو کې د سیمې په مهم رول خبرې وشوې.
ډاکتر عبدالله هم چې د همدې لیدنې پر ورځ د هند له نژدې یو نیم میاشتنې سفر راګرځېدلی، پر خپل ټویټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره یې "هېواد کې په وروستیو پرمختګونو خبرې کړې."
د یادونې ده چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د اغلې لاینز څه باندې دوه کلن ماموریت پای ته رسېدلی دی.
دې کاناډایۍ دېپلوماتې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۴مه له جاپاني تدامیچي یاماموتو وروسته دغه ماموریت پیل کړ.
افغانستان د نوموړې د ماموریت پر مهال د مهمو او تاریخي بدلونونو شاهد و. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل، پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني دوبۍ ته ولاړ او د ملي یووالي حکومت ړنګ شو.
دېبورا لاینز له سیاسي او دېپلوماتیکو لارو د افغانستان د مخکني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره هڅې کولې.
خو د هغې دغو منډو ترړو ځای ونه نیو او طالبان د ملګرو ملتونو او نړۍ لخوا د افغانستان په رسمیت پېژندل شوي حکومت پرځولو سره واک ته ورسېدل.
اغلې لاینز پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېدو وروسته هم افغانستان کې دندې ته دوام ورکړ.
هغې د طالبانو حکومت له بېلابېلو چارواکو سره د ناستو او کتنو پر مهال ټینګار کړی چې طالبان باید د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کولو او همدا راز د ښځو، بشري حقونو او نورو برخو کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.
خو طالبانو په دې اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دي عملي کړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي تر اوسه افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی نه دی معرفي کړی.