تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امنیت شورا افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځاوه
په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یو کال نور غځول شوی دی.
له روسیې پرته د ملګرو امنیت شورا ټولو غړو په افغانستان کې د دغه ماموریت د غځېدو لپاره مثبته رایه ورکړې ده.
ملګري ملتونو وايي په افغانستان کې د یوناما ماموریت د دې هېواد امنیت لپاره (خورا مهم) دی.
د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د مرستو پر رسولو، د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او پر اوږدمهالې سولې او ثبات ټینګار شوی دی.
په پرېکړه لیک د افغانستان پر بشري ناورین اندېښنه ښودل شوې او وايي ملګري ملتونه به د دې هېواد له خلکو سره مرستې روانې ساتي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نمایندګۍ د یوناما ماموریت د غځېدو هرکلی کړی.
د دې نمایندګۍ له ادرسه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی د یوناما د دغه ماموریت لپاره د ټاکل شویو لومړیتوبو ملاتړ کوي.
بلخوا ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي په دې اړه له رای اچونې وروسته وویل د څو دلایلو له مخې یې د یوناما ماموریت د غځېدو پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.
هغه وویل د دغه پرېکړه لیک مخلیکنې د تدوین پر مهال مو هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو د دې مرستندویه ماموریت د کوربه په توګه د طالبانو حکومت لیدلوری هم پام کې ونیول شي، خو د ده په وینا هغو هېوادونو چې کلونه کلونه افغانستان کې ښکېل پاتې شوي، دا موضوع ونه منله.
هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې د یوناما ماموریت باید واقع بینانه تعریف شي.
د روسیې سفیر وویل: "د واکمنو چارواکو (طالبانو) ملاتړ دې ته لار پرانزي چې یوناما وکړای شي په رغنده توګه خپل ماموریت بشپړ کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو د پرسونل امنیت ډاډمنوي. او همدا راز دا چې له طالبانو سره د ځانګړو استازو دوامداره اړیکې مهمې دي."
هغه وویل د دغو مواردو نشتوالی د دې لامل کېږي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت او د ثبات لپاره نړیوالې هڅې اغېزمنې شي.
دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت چارې د یو کال لپاره غځول کېږي.
خو په دې پرېکړه د طالبانو د حکومت یادونه نه ده شوې او له لویه سره ټینګار د مرستو پر رسولو او پر اوږدمهاله سوله دی.
د امنیت شورا په پرېکړه کې په افغانستان کې د داسې حکومت پر جوړېدو هم ټینګار شوی چې د ټولو وګړو استازولي وکړي.
په پرېکړه لیک کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه مهم بلل شوي او ویل شوي چې ښځو ته باید (مانا لرونکې) ونډه ورکړل شي.
له تېر اګست راهسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، له څو ادارو پرته په نورو دولتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.
له همدې امله د طالبانو پر حکومت پراخې نېوکې کېږي خو طالبان وايي (مناسب چاپیریال) ورته برابروي.
یوناما له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او د جمهوریت پرمهال یې د ټاکنو د بهیرونو ترڅنګ د ولسي مرګ ژوبلي او بشري حقونو د حالت څارنه هم کوله.