تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دیبورا لاینز: واکمنو چارواکو سره له کار پرته افغانانو سره مرسته ناشونې ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رپوټ وړاندې کړ. هغې وویل ملګري ملتونه او همکاران یې د ژمي میاشتو کې افغانستان کې د بشري اړتیا د پوره کېدو لپاره هر هغه څه کوي چې په وس کې يې دي.
اغلې لاینز وویل: "دا کار د مرستندویانو له سخاوتمندانه مرستې، د دې تالار له دوامدار ملاتړ او د واکمنو چارواکو (طالبانو) لخوا د هېواد ټولو برخو ته د لاسرسي ډاډ له راکول کېدو پرته شونی نه و."
هغې وویل د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمانونو د افغانستان له ۴۰۱ ولسوالیو په ۳۷۹ ولسوالیو کې نږدې ۲۰ میلیون کسانو سره څه ناڅه مرسته کړې او اوس چې ژمی په پای ته رسېدو او پسرلی رانږدې دی، "احتمالآ" د هغې پراخې لوږې مخه اړول شوې چې اندېښنه یې موجوده وه.
دا په څه باندې دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې دومره پراخه کچه سیمو ته لاسرسی موندل کېږي او د مرستو تر پوښښ لاندې راځي.
خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې وویل دا لندمهاله مرستې اوږدمهاله درد نشي دوا کولی "که واقعیت وویل شي په دغو مرستو مو یوازې یو څه وخت اخیستی دی."
هغې ټینګار وکړ د دې لپاره باید لارې چارې ولټول شي، چې افغانستان شپږ میاشتې وروسته بیا له هغه وضعیت سره مخ نه شي چې شپږ میاشتې مخکې ورسره مخامخ و.
اغلې لاینز وویل "لنډمهاله ګامونه ګران پرېوځي او د ځان بسیاینې بنسټ هم نه پیاوړی کوي."
هغې د طالبانو تر واکمېدو وروسته پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو پایلو ته هم اشاره درلوده او ټینګار یې دا و چې اوس باید د افغانستان اقتصاد ته پام وشي.
طالبانو سره ګډ کار
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د امنیت شورا دې ناستې ته وویل "راځئ دا روښانه کړو - موږ باور نه لرو چې له واکمنو چارواکو سره له کار پرته دې افغانانو سره په رښتیا مرسته وکړی شو."
هغې وویل که څه هم ځینو ته به ښايي د دې منل ستونزمن وي، خو دا کار یې اړین وباله.
خو اغلې لاینز د دې غوښتنې ترڅنګ وویل پر دې هم پوه ده چې د نړیوالې ټولنې او ان د سیمې او ګاونډيو هېوادونو او طالبانو ترمنځ لا بې باوري حاکمه ده.
هغې وویل طالبان داسې انګیري چې ناسم پوهاوی موجود دی او "تل راته شکایت کوي چې ګوندې زموږ رپوټونه واقعیت هغسې نه منعکسوي چې دوی ته ښکاري."
نوموړې زیاته کړه، هغوی راته وايي چې "موږ یې په لاسته راوړنو سترګې پټوو، خو د ستونزو په ګوته کولو کې بیا افراط کوو -هغه ستونزې چې دوی یې د حل کولو لپاره د هڅو ادعا کوي."
د یوناما مشرې دلته د امنیت شورا په دې ناسته کې افغانستان کې د امنیت ټینګول، عمومي بښنه، اقتصادي برخه کې پرمختګ، د عوایدو ډېرېدل، د فساد کمول، له بهرني سرچینو پرته بودیجه، د دولتي پوهنتونونو بېرته پرانیستل، د افغانستان له خاورې نورو ته د خطر نه پېښېدل او همدا راز د نړۍ ټولو دولتونو او نړیوالو سازمانونو سره ښو اړیکو ته ژمنتیا هغه څه وبلل چې طالبانو نوموړې ته د خپلو لاسته راوړنې په توګه یاد کړي دي.
هغې وویل طالبان شکایت کوي چې دغه مثبتې لاسته راوړنې یې له پامه غورځول کېږي او نړیوالې ټولنې یې پر وړاندې داسې ناعلان شوې اقتصادي جګړه پیل کړې چې زیان یې عامو خلکو ته اوړي.
د اغلې لاینز په وینا په کار ده چې د لیدلورو دغه ټکر او جدي واټن ته باید رسېدنه وشي.
هغې وویل افغانستان له خورا پیچلي وضعیت تېرېدونکی دی، مثبت او منفي دواړه مسایل پکې هممهاله پېښېږي او یوناما تر اوسه پر دې توانېدلې چې واکمنو مسوولانو سره رغنده ښکیلتیا او همکاري ولري.
دیبورا لاینز وايي که د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت دوام تایید او د راتلونکې څرنګوالی مالوم شي، نو دوی به د نړیوالې ټولنې په استازولۍ د افغانانو لپاره د یوې داسې راتلونکې جوړېدو کې مرسته وکړي، چې سوکاله به وي، حقونو ته به یې درناوی کېږي او جګړه به پکې نه وي.
هغې زیاته کړه چې دا به افغانانو ته دا پیغام هم ولېږدوي چې نړیوالو له یاده نه دي ایستلي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به تر راتلونکې دوو اونیو د یوناما د ماموریت په اړه پریکړه وکړي.