یوناما: د ۲۰۲۱ کال لومړیو ۶ میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله ۴۷ سلنه ډېره شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما دفتر وايي، د ۲۰۲۱ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله ریکارډ کچه لوړه شوې، په تېره د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو او د طالبانو بریدونو ډېرېدو پسې پکې ځانګړی او چټک زیاتوالی راغلی دی.

یوناما خپل نوي رپوټ کې- چې د دوشنبې په ورځ( د جولای ۲۶) خپور شو- خبرداری ورکوي، که تاوتریخوالی کم نه شي، د دې ادارې له خوا له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ولسي مرګ ژوبلې د ثبتولو د تاریخ له مخې به سږنی میلادي کال تر ټولو کلونو ډېر مرګونی وي.

یوناما خپل رپوټ کې وايي، پر ۲۰۲۱ کال تراوسه جګړه کې پنځه زره یو سل درې اتیا ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۶۵۹ پکې وژل شوي او ۳۲۵۴ ټپي شوي دي او دا د ۲۰۲۰ کال تر ورته مودې ۴۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د یوناما رپوټ کې د ښځو، هلکانو او نجونو په مرګ ژوبله ژوره اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي د ټولې مرګ ژوبلې نږدې نیمايي ۴۶ جوړوي.

د دې رپوټ له مخې، د سږنیو شپږو میاشتو ولسي مرګ ژوبله کې ۳۲ سلنه ماشومان او ۱۴ سلنه ښځې جوړوي.

د یوناما رپوټ ښيي چې تېرو شپږ میاشتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې نږدې نیمايي برخه تېرو دوو میاشتو یانې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره تړلې ده.

په دغه موده - مۍ او جون- کې ۲۳۹۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۷۸۳ کسان پکې وژل شول او ۱۶۰۹ کسان ټپي شوي دي، خو تر دې مخکې څلورو میاشتو کې ۲۷۹۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۸۷۶ پکې وژل شوي او ۱۹۱۵ ژوبل شوي دي.

یوناما چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې ولسي مرګ ژوبله ثبتوي تېرې دوه میاشتې د ولسي مرګ ژوبلې له مخې تر ټولو مرګونې بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي، که دا زیاتېدونکي تاوتریخوالي کم نه شي، نو سږ کال به ډېر شمېر ولسي افغانان ووژل او معیبوب شي.

هغه له طالب او افغان مشرانو غواړي چې د جګړې او پر ولس یې تاواني اغېز ته په پام د سولې هڅې ډېرې کړي او د افغانانو خپلمنځي جګړه ودروي، افغان ولس خوندي کړي او د ښه راتلونکي هیله ورکړي.

تېرو دوو میاشتو کې طالبانو تر ډېره کلیوالي سیمو او ولسوالیو کې بریدونو ډېر کړي او یوناما خبرداری ورکوي، که د دې بریدونو او جګړې لمن ګڼ مېشتو یا ښاري سیمو ته ورسېږي، نو ولسي افغانانو ته به یې پایلې ناورین وي.

د مرګ ژوبلې مسوول څوک دي؟

د یونا رپوټ کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ شوی چې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره نړیوال قانون ته پام وشي.

دې رپوټ کې حکومت ضد عناصر د ۶۴ سلنه مرګ ژوبلې مسوول بلل شوي دي.

طالبان د ۳۹ سلنه، داعش د نږدې نهه سلنه او نامالوم وسلوال هم د ۱۶ سلنه ولسي مرګ ژوبلې مسوول بلل شوي دي.

طالبان د یوناما اوسنی رپوټ له حقیقت لرې بولي او وايي، "وسلوالو یې په قصدي ډول ولسي وګړي نه دي په نښه کړي او نه هم داسې بریدونه شوي چې د عامو خلکو د تلفاتو احتمال پکې وي."

د ۲۵ سلنه مرګ ژوبلې مسوولیت د حکومت ملاتړو وسلوالو او ۲۳ سلنه مسوولیت هم د افغان امنیتي ځواکونو بلل شوی دی.

خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری د یوناما دا رپوټ ردوي او وايي، د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یې وخت ناوخت عملیات هم ځنډولي دي.

"افغان وسلوال ځواکونه ټولو جنګي قوانینو ته درناوی لري او د هغو له مخې عملیات کوي."

په رپوټ کې د افغان کشالې د حل لپاره پر ډيپلوماسۍ ټینګار شوی او زیاته شوې چې پوځي حل به یواځې د افغان ولس درد او رنځ ډېر کړي.