رینا امیري: که طالبان ژمنې عملي نه کړي، اوسنۍ نازکه سوله نه شي‌ پایېدلی

ایالات متحده آمریکا نماینده ویژه برای دفاع از حقوق زنان افغانستان منصوب کرد

د عکس سرچینه، SM

د عکس تشریح، رینا اميري وايي، د بشري حقونو په اړه طالبانو خپلې کړې ژمنې نه دي‌ پلي کړي
    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي‌،‌ که طالبان خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي او حالت په اوسني ډول روان وي،‌ په افغانستان کې اوسنۍ نازکه سوله هم نه شي‌ پایېدلی.‌

رینا امیري‌ له بي‌ بي سي‌ پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل‌: "دا په طالبانو پورې ده چې ایا په رښتیا غواړي څلور لسیزې جګړې پای ومومي، او که د دې کړکېچ یو بله کړۍ چې افغانان یې خورا ډېر ځپلي، پیل شي."

اغلې اميري وايي، د بشري حقونو په اړه طالبانو خپلې کړې ژمنې نه دي‌ پلي کړي:

"زما ارزونه له بده مرغه دا ده چې په افغانستان کې حالت له هغه څه سره په ټکر کې دی چې موږ یې تمه لرله. په حقیقت کې هغه څه چې اوس یې د ښځو او بشري حقونو په اړه وینو، په هېڅ ډول مثبت نه دي."

د امریکا دغه استازې وايي،‌ د بشري‌ حقونو په اړه د طالبانو د خپلو ژمنو پلې کېدو لپاره پر هغوی دیپلوماتیک فشار روان ساتي‌، خو دا هم ټینګار کوي‌ چې د تېر کال له اګست وروسته پر طالبانو د امریکا او نړیوال ټولنې د فشار وسیلې بدلې شوې دي.‌

د اغلې امیري‌ په وینا د طالبانو د حکومت له خوا، په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودو پرېکړه د اسلام نوم ته زیان رسوي او وايي:‌ "دا هېواد ته ډېرې بدې پایلې لري."

طالبانو ژمنه کړې وه د مارچ له ۲۳ وروسته به په ټول افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي،‌ خو وایي د مشرتابه په امر یې نجونې د نامالوم وخت لپاره له ښوونځیو راوګرځولې.‌

د طالبانو همدې پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونه وپارول.‌

امریکا د د طالبانو د همدې پرېکړې له امله په دوحه کې له طالب استازو سره خبرې لغوه کړې.

د طالبانو په رسمیت پېژندل

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

رینا امیري‌ وايي‌، له هغه راهیسې چې طالبانو له ښوونځیو نجونې ګرځولي،‌ امریکايي‌ استازو له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکه نه ده ټینګه کړې، خو وايي "‌د خبرو دروازه پرانیستې ده.‌"

نوموړې‌ وايي: " د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو بهیر چې د اړېکو د عادي‌ کېدو اوږده پروسه ده،‌ اوس ځنډېدلې ده."

له نژدې اتو میاشتو راهیسې چې طالبان پر کابل واکمن شوي،‌ حکومت یې تر اوس هیڅ هېواد په رسمیت نه دی‌ پېژندلی‌.‌

د افغانستان لپاره د امریکا دغه لوړ پوړې استازې وايي: "د طالبانو حکومت پر لپسې پر افغان ښځو،‌ نجونو او خبریالانو داسې بندیزونه لګوي‌ چې ټوله ټولنه اغېزمنوي.‌"

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په کمساري‌ ډول افغانان له دغه هېواد وتلي‌ دي او لا هم روان دي.‌

اغلې امیري‌ له دغه هېواد د افغانانو تېښتې ته په پام سره وايي: " که طالبان پر خلکو همدغه ډول فشارونه روان وساتي، وېره دا ده چې لا نور افغانان به له دغه هېواد ووځي."

په افغانستان کې بشري‌ وضعیت او د ښځو په اړه د طالبانو وروستیو تګلارو او سپارښتنو ته په پام، د امریکا ځانګړې استازې وايي: " طالبانو خپلې ژمنې ماتې کړې دي.‌ موږ د هغوی په خبرو باور نه شو کولای،‌ بلکې د عملي ګامونو ته په تمه یوو."

د امریکا دغه استازې وايي،‌ پر طالبانو د خپلو د ژمنو د پلې کېدو لپاره پر هغوی دیپلوماتیک فشار روان ساتي‌.‌ خو دا چې دیپلوماتیک فشار یې څومره پایلې لري، ځواب یې ګران دی.

اغلې امیري‌ ټنیګار کوي‌ چې طالبان دې د نړۍ له نورو اسلامي هېوادونو زده کړي چې څه ډول له ښځو سره چلند کوي.‌