د خبریالانو خوندیتوب نړیوالې کومېټې له طالبانو د درې افغان خبریالانو خوشي کولو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، youtube
د خبریالانو خوندیتوب نړیوالې کومېټې (سي پي جې) له طالبانو غوښتي هغه درې افغان خبریالان ''بې قید او شرطه '' خوشي کړي، چې پنجشېر ولایت کې یې د مظاهرې خبري پوښښ پر مهال نیولي.
فیصل مدرس، ادریس رحیمي او میلاد عزیزي د خواله رسنۍ یوه ټیوب یوه چېنل لپاره چې د کابل مینه وال (Kabul Lovers) په نامه فعالیت کوي، پنجشېر کې د یوه ځوان له وژل کېدو وروسته د طالبانو ضد مظاهرې خبري پوښښ کاوه، چې نیول شوي دي.
د سي پي جې په وینا دا خبریالان د میلاد عزیزي د ورور رشید عزیزي په ګډون د کابل ښار له یوه رستورانه نیول شوي دي.
د خبریالانو خوندیتوب نړیوالې کومېټې د اسیا برخې چارو همغږی کوونکی سټېون باټلر د دې خبریالانو نیول کېدل اندېښمنونکې چاره بللې او په وینا یې ''پر ازادو رسنیو د طالبانو د حملو ډېرېدو نښه ده. ''
نوموړي له قید او شرط پرته د دې خبریالانو خوشي کېدو تر څنګ له طالبانو غوښتي چې ''د خبري فعالیتونو له کبله د غچ اخیستنې په پار د خبریالانو زنداني کولو چاره پرېږدي. ''
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
دا وروستیو کې د بې پولې خبریالانو سازمان هم پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو حکومت له لوري د فشار ډېرېدو له کبله اندېښنه څرګنده کړه.
طالبان په دې هکله څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر ځایي رسنیو دا وروستیو کې بي بي سي ته ویلي، په هغه ډول چې پکار ده خپل رسنیز مسؤلیت نشي ترسره کولی او د طالبانو لخوا تر فشارونو لاندې دي.
خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ په ازادۍ سره خپلې چارې ترسره کولی شي او مالوماتو ته هم لاسرسی لري.
طالبانو وړاندې ویلي چې د رسنیو د فعالیت لپاره یې یو طرز العمل جوړ کړی چې له مخې باید رسني داسې څه خپاره نه کړي چې د اسلام خلاف وي، ملي ارزښتونه په کې سپکاوی وشي او یا داسې څه چې طالب چارواکو نه وي تایید کړی.
بل لور تېر اکتوبر کې د فرانس پریس خبرې اژانس په یوه رپوټ کې د افغانستان خبریالانو خوندیتوب کومېټې له قوله وویل شول چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له اویا سلنې زیاتې رسنۍ تړل شوي دي.
دې بنسټ ویلي چې ګڼ شمیر خبریالان له هېواده وتلي. دغه راز بهرنۍ رسنۍ لکه د پخوا په څېر پراخ حضور نه لري.










