د طالبانو مشر بیا ټینګار کړی چې طالبان دې د ټولبښنې فرمان درناوی وکړي

د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر وايي د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په کندهار کې له ځايي چارواکو سره خبرو کې بیا ټینګار کړی چې طالبان دې د ټولبښنې فرمان ته درناوی وکړي او د مخکني حکومت کارکوونکي دې نه کړوي.
دا خبره داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو سیمو کې د طالب وسله والو لخوا د پخوانیو حکومتي او په تېره امنیتي کسانو د کړونې او آن وژنو رپوټونه ورکړل شوي دي.
دا ښايي په یو ډول د طالبانو لیکو کې د مشرتابه د فرمان او امر د نه منلو خبره وي چې د ټولبښنې له اعلان وروسته هم د پخواني پوځ ډېر کسان کړول شوي دي.
دې اندېښنې په بیا بيا طالب مشران ټینګار ته ولاړ کړي چې خپلو وسله والو ته ووایي چې 'خلک مه کړوئ. '
د باختر خبري آژانس وايي د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده کندهار کې له چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي ''زما د بښنې د فرمان درناوی وکړئ د تېر نظام کارکوونکو ته د تېرو جرمونو سزا مه ورکوئ. ''
د هغه له وینا نه نکل شوی چې ''خلک مه وهئ، ظلم مه کوئ او د ظلم پایله ناوړه وي. ''
د طالبانو مشر دا سپارښتنه هم کړې چې د انډیوالۍ پر بنسټ ګومارنې مه کوئ او ټول وګړي هېواد کې د ژوند اسانتیاو ته یو ډول حق لري.
د طالبانو مشر مولویو هبت الله اخونزاده داسې مهال طالبانو ته له خلکو سره د ښه چلن ټینګار کړی چې اړمه ورځ د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي سراج الدین حقاني هم د څرخي پله له زندانه د لېدنې پرمهال ورته څرګندونې وکړې.
په دې وروستیو کې د سیمه ییزو طالبانو له لوري د پخواني پوځ له سرتېرو او افسرانو سره د ناسم چلند رپوټونه ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، MOI
وروستۍ پېښه په کابل کې د ۱۵مې حوزې لخوا د یوه پخواني افسر د نیولو وه چې د کاپیسا اړوند یو طالب وسله وال چې دغه حوزه کې دنده هم نه لري په خپل سر د څار خونې ته ورغلی او پر پخواني پوځي افسر رحمت الله قادري یې د سپیړو ګوزارونه کړي او بیا یې د کړونې دغه ویډیو پر خواله رسنیو خپره کړې ده.
که څه طالبانو ویلي چې دغه وسله وال طالب یې نیولی خو د ډېرو اندېښنه دا ده چې د طالب مشرانو د ټولبښنې د فرمان نه پلي کېده ښايي ډېرو ته هېواد کې ژوند سخت کړي او دا چې پخواني پوځیان به د خوندیتوب احساس نه کوي.










