ملا هبت الله: هغو افغانانو سره دې مرسته وشي چې 'د سیاسي او اقتصادي ستونزو په پلمه' هېواد پرېږدي

.
د عکس تشریح، د ملا هبت الله يوازينی عکس: ارشيف

په داسې حال کې چې د افغان کډوالو په اړه نړۍ کې اندېښنې زياتې شوې د طالبانو مشر ملا هبت الله، بهر ته د تلونکو افغانانو په اړه خپلو واليانو ته ځينې لارښونې کړې دي.

نوموړي د هغو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې چې له هېواده وځی. ده له علماو ، له والیانو او له نورو مسولینو غوښتي چې دغه راز خلکو سره وګوري او د ستونزو لپاره یې د حل ممکنه لارې ولټوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد چې دغه لارښود پر خپله ټوټېر پاڼه خپور کړی په کې راغلي دي، هغه افغانان چې د سياسي يا اقتصادي ستونزو په پلمه له هېواده د وتلو هڅه کوي او ځينې يې غواړي له کوچنيانو او ښځو سره لوېديځ ته ولاړ شي د بېلابېلو دلایلو له مخې له يو شمېر امنيتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کېږي.

ده ویلی دغه کسان د لارې په اوږدو او په کمپونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي چې هغه د دوی د خپلوانو او په لویه کې د ټولو افغانانو د خپګان سبب ګرځي.

.

د عکس سرچینه، Hasan Ati

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند ویلي، دغه کسان د پنا د اخیستو په خاطر جعلي اسناد جوړوي او د نظام خلاف تهمت کوي. نوموړی زياتوي "د دې پر ځای چې د ځینو اشخاصو مسلکي وړتيا د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کې ولګول شي، هلته په عادي او حتی په ځينو حقيرو چارو سرته رسولو کې صرف کېږي".

ملا هبت الله همدا راز د "لازياتو امنيتي تدابيرو" د نيولو غوښتنه کړې چې د ده په وينا "چا ته د وېرې خپرولو فرصت پیدا نشي په ځانګړې توګه يې ټينګار کړی چې هېڅوک د سوداګرو، کسبه کارو او متخصصينو د خدمتونو او فعاليتو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي".

هغه کسان چې په تېرو دوو لسیزو کې يې له لوېدیځو هېوادونو سره همکاري کړې، د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو غړي او د مدني ټولنې يو شمېر فعالان وايي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د دوی ژوند له ګواښ سره مخ دي او له دې هېواده د وتلو هڅه کوي.

لوېديځو هېوادونو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې له هېواده په خوندي توګه وتلو کې له دوی سره مرسته وکړي.

په اندونیزیا کې افغان کډوال د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اعتراض کړی

.

د عکس سرچینه، Hasan Ati

په ورته وخت کې له اندونيزيا څخه راپورونه وايي چې په دې هېواد کې يو شمېر افغان پناه غوښتونکو د خپلو غوښتنليکونو د سست بهير پر وړاندې اعتراض کړی او يو شمېر يې خپلې شونډې ګنډلې دي.

دوی بي بي سي ته وويل چې "موږ له ۲۴ ورځو راهيسې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د اعتراض خېمه درولې ده خو تراوسه چا يا دغې ادارې د دې لاريون په اړه غبرګون نه دی ښودلی".

په لېږل شويو عکسونو کې ويل شوي چې څلور افغان کډوالو د ډسمبر له درېيمې خپلې شونډې ګنډلې دي.

دغه پنا غوښتونکي وايي چې ځينې يې له پنځو تر لسو کلونو راهيسې په اندونيزيا کې له اساسي بشري حقونو پرته ژوند کوي.

دوی وايي په وروستيو کلونو کې په اندونيزيا کې د دغو پناغوښتونکو له ډلې ۱۴ کسانو د پروسې سستوالي په اعتراض کې ځانونو ته اور اچولی چې يوازې يو څو يې ژوندي پاتې شوي دي.