ملا هبت الله: طالب مشران او قومندانان دې له یو ډېر ودونه نه کوي

- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله د دغې ډلې له مشرانو او قومندانانو غوښتي چې له یوه زیاتو ودونو څخه ډډه وکړي، ځکه په وینا یې له دې کبله یې 'د دوښمنانو لخوا نیوکو ' ته زمینه برابریږي.
د طالبانو یو شمېر سرچینو په دې هکله بي بي سي ته وویل، د بل واده لپاره د طالب قومندانانو له لوري د هغو پیسو غوښتنې په ډېرېدو وې، چې د افغانستان او پاکستان په ځینې سیمو کې د ناوې کورنۍ ته د ولور په نامه ورکول کېږي.
د طالبانو سرچینو بي بي سی ته ویلي، دا امر په پاکستان او افغانستان کې د طالبانو ځايي مشرانو ته سپارل شوی دی.
د طالبانو د مشر دا امر داسې حساس وخت کې کړی چې د دغې ډلې مرکچیان له افغان دولت سره د هېواد او سیاست په هکله د راتلونکي لپاره په خبرو بوخت دي.
د سرچینو په وینا د طالبانو مشرتابه سره داسې اندېښنه ده چې ګواکې ځینې طالب مشران د لویو کورنیو پالنې لپاره پیسو ته اړتیا لري او د پوره کولو لپاره یې بیا په مالي فساد کې ښکېل دي.
د طالبانو ځینې مشران له یوې زیاتې مېرمنې لري، خو نوی امر پر هغو کسانو اغېز نه کوي چې مخکې یې تر یو ډېر ودونه کړي دي.
په فرمان کې څه راغلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو مشر ملا هبت الله په نامه دغه دوه مخه کې لیکل شوی فرمان دویم، دریېم یا څلورم واده کول نه منع کوي، خو وايي، د واده پر مراسمو پرېمانه لګښتونه د طالبانو د دښمنانو نیوکو ته زمینه برابروي. دې فرمان کې راغلي:
"که ټول مشران او قومندانان له یوه ډېرو ودونو ډډه وکړي، دوی به په غیرقانوني کړنو او مالي فساد کې ښکېلتیا ته اړتیا و نه لري".
په دې فرمان کې هغو کسانو ته د بل واده کولو استثنا هم ورکړل شوې، چې یا هېڅ اولاد نه لري، یا له بلې مېرمنې نارینه اولاد و نه لري، یا له کونډې سره واده کوي او یا هم دومره کورنۍ شتمنې ولري چې له یوې د ډېرو مېرمنو لګښت پرې کولای شي.
د دې تر څنګ په فرمان کې لارښوونه شوې چې په داسې صورت کې هم باید واده کوونکی له خپل طالب مشره اجازه واخلي.
د پاکستان او افغانستان په ځينو سیمو کې له یوه زیات ودونه له ډېر پخوا راهیسې دود دی.
د ډېری کلیوالو سیمو په نارینه سالاره ټولنه کې له یوې مېرمنې د اولاد یا په ځانګړې توګه د نارینه اولاد نه درلودل، د دویم واده لامل بلل کېږي.
ځینې شتمن کسان بیا له دې کبله له یوه ډېر ودونه کوي، چې د غوره ټولنیز حیثیت بېلګه یې بولي.
کوم طالب مشران تر یو ډېر ودونه لري؟

د عکس سرچینه، Anadolu
د طالبانو ډېری مشرانو له یوه زیات ودونه کړي. د دې ډلې بنسټګر ملا محمد عمر او د هغه ځایناستي ملا اختر منصور دواړو درې - درې مېرمنې درلودې او اوسنی مشر یې ملا هبت الله دوه ودونه کړي دي.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر درې مېرمنې لري. د ده د وروستۍ مېرمنې په هکله ویل کېږي، چې هغه مهال یې ورسره واده کړی، چې پاکستان کې زنداني و.
په دوحه کې بین الافغاني خبرو کې ښکېل ډېری طالبان مشران له یوې ډېرې مېرمنې لري.
دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په ګوانتانامو زندان کې بندیان وو او له راخوشي کېدو وروسته یې د لوړو ولورونو بدل کې نوي ودونه کړي دي.
کله چې بي بي سي له طالب سرچینې پوښتنه وکړه، چې کوم یوه طالب مشر له یوه زیات ودونه کړي، ساده ځواب یې ورکړ 'کوم یوه نه دي کړي؟ '
د افغان حکومت لخوا نیوکې

د عکس سرچینه، CNN
له کلونو راهیسې افغان حکومتي چارواکي تور پورې کوي، چې داسې حال کې چې طالب مشران ارام او سوکاله ژوند تېروي، عادي وسله وال یې د ژوند له سختیو سره لاس او ګرېوان دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال په ډاوس کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې پر مهال وویل:
"ښه خبره دا ده چې یوه لور ته د وسله والو طالبانو جنګیالي له جګړې ستړي شوي، بل لور ته د طالبانو مشران څلورم او پنځم واده کوي".
داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو، چې د سولې خبرو کې د ګډون سره همهاله ځینې طالب قومندانانو په هېواد کې دننه په زور هم ودونه کړي، چې د منفي تاثر لامل شوي.
بل لور ته په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، ځینې قومندانانو له دوو میلیونو تر اته میلیونو پورې افغانۍ ولورونه ورکړي چې یا له نامالومو لارو تر لاسه شوې او یا د تحریک له پیسو اخیستل شوې او له دې کبله هم له طالب مشرانو سره اندېښنې ډېرې شوې وې.








