"د طالبانو مشر ملا هبت الله کندهار کې دی؛ ډېر ژر به عام محضر کې راڅرګند شي"

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
طالب سرچينو بي بي سي ته تائيد کړې چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله په کندهار کې دی. د طالبانو يوه وياند هم د دې خبر پخلی کړی دی.
همدا راز د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم له کابله کندهار ته تللی دی.
طالب سرچينې بي بي سي ته ويلي چې د دوی مشر ملا هبت الله به ډېر ژر په عام محضر کې راڅرګند شي.
طالبانو د اګست پر پنځلسمه پر کابل ولکه وکړه او له هماغه راهیسې د دې ډلې سیاسي مرستیال ملا برادر په ګډون ځينې مشران افغانستان ته ستانه شوي دي.
وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو چې د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه خبرې روانې دي او په وينا يې ډېر ژر به اعلان شي.
اوس به د ډېرو تمه دې ته وي چې طالب مشر ملا هبت الله په عام محضر کې له راڅرګندېدو وروسته څه وایي او د راتلونکي حکومت یا نظام په اړه به کومې کومې پرېکړې کېږي.
یاده دې وي چې یو شمېر طالب مشران له څه مودې راهیسې د راتلونکي حکومت په اړه په هېواد دننه له سیاسي مشرانو او عامو خلکو سره ناستې او خبرې اترې کوي.
د بهرنیانو د شل کلن پوځي ماموریت پای

د عکس سرچینه، Reuters
کندهار ته د طالبانو د مشر د رسېدو خبر داسې مهال راځي چې ټاکل شوې ده د روانې اګست میاشتې تر پایه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جوړي شوي ایتلاف پوځي ماموریت ختم شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وار د مخه اعلان کړی چې د اګست میاشتې له ۳۱نېټې وروسته به افغانستان کې خپل پوځیان نه پرېږدي.
پر کابل د طالبانو له ولکې راهیسې لسګونه زره افغانان او بهرني وګړي هڅه کوي چې د کابل هوایي ډګر له لارې له دې هېواده ووځي.
امریکایي چارواکي وایي، تر دې دمه یې له دې لارې شاوخوا ۱۲۰ زره وګړي خوندي هېوادونو ته لېږدولي دي.
خو لا هم یو شمېر بهرني وګړي او اړمن افغانان په افغانستان کې ایسار پاتې دي او هڅه کوي چې د وتلو لاره ومومي.












